د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او پاکستان اړیکې د افغانستان په سر خرابې شوي


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي، دا منلي چې د امریکا او پاکستان په روابطو کې مشکلات شته
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند جان کربي، دا منلي چې د امریکا او پاکستان په روابطو کې مشکلات شته

پاکستاني چارواکو د امریکا د هغو تورونو په اړه سخت عکس العمل ښودلی دی چې وايي پاکستان په افغانستان کې د جګړې په ختمولو کې کافي هلې ځلې نه دې کړي.

د پاکستان د ملي امنیت سلاکار ناصر خان جنجوعه د امریکا غږ سره په مرکې کې وویل چې پاکستان په افغانستان کې د سولې د راوستلو په برخې کې «خپل پوره کوښښ» کړی دی.

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې دغه الزامات د دې نه منشأ اخلي چې امریکا په پوځي برخې کې په افغانستان کې ماته خوړلې ده

اسلام آباد دا مني چې په وروستیو میاشتو کې یې د واشنګټن سره اړیکې، چې پخوا هم ښې نه وي، خرابې شوې دي.

پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ د روابطو د خرابیدو علت دا دی چې امریکا په پاکستان تورونه لګولي چې د طالبانو او د حقاني د شبکې ملاتړ کوي. پاکستان ویلي دي چې دغه تورونه «بې اساسه» دي.

سرتاج عزیز د پاکستان د بهرنۍ پالیسۍ مشاور په دې وروستیو کې د پاکستان پارلمان ته ویلي چې د امریکا لپاره اوس هم د حقانې د شبکې موضوع «مهمه» ده.

امریکايي سناتور باب کورکر چې د امریکا د سنا د مجلس د بهرنیو چارو د کمیټې رئیس، دی په دې ورستیو کې د خپل صلاحت نه په کار اخیستلو سره، دا رد کړه چې د امریکا د مرستو په پيسو دې پاکستان د ایف ۱۶ ډوله الوتکې رانیسي.

پاکستان ویلي دی چې دغه الوتکې ورته د تروریزم خلاف په جګړې کې ډیر ارزښت لري.

د امریکا نیوکه

پخوا هم د امریکا د کانګرس غړو د دفاعي چارو یوه داسې لایحه پاس کړې وه چې د پاکستان سره یې د امریکا په نظامي مرستو محدودیتونه لګولي دي.

په دغو دواړو مواردو کې د امریکا د کانګرس نیوکه دا وه چې اسلام آباد په دې کې پاته راغلی چې د طالبانو او د حقانې سره د تړلو وسله والو د مرکزونو په خلاف اقدامات نه کوي.

د پاکستان د ملي امنیت مشاور، ناصر خان جنجوعه ویلي چې د اوباما اداره غواړي د خپلو ناکامیو پړه په اسلام آباد واچوي.

هغه د امریکا غږ سره په مرکې کې ویلي دي چې پاکستان «خپل پوره کوښښ» کړی دی چې د څلور اړخیزو غونډو په چوکاټ کې د افغانستان د بیاپخلاینې د پروسې سره مرسته وکړي.

د افغانستان په اړه په یوه خبرې کنفرانس کې چې په روانې اونۍ کې په اسلام آباد کې جوړ شوی و، جنجوعه وویل چې په پاکستان د افغانستان په جګړې کې په دې تور لګول کیږي چې د هغه په قول د امریکا په مشري نظامي ائتلاف په دغه جګړې کې خپل «بری نه ویني.»

جنجوعه چې د پاکستان د پوځ پخوانی جنرال دی وویل چې امریکا حتا د کابل او طالبانو ترمنځ د سیاسي پخلاینې د راوستلو لپاره د خپل نظامي قدرت نه کار اخلي.

هغه وویل: «دوی داسې ستراتیژي درلوده چې عسکر ډیر کړه او سوله راوله. تاسو یو کس په مخ په څپیړه وهی او بیا د هغه نه غواړی چې ستاسو سره کښیني او روغه وکړي.»

د پاکستان د حکومت د ملي امنیت مشاور د اوباما د ۲۰۰۹ کال پالیسۍ ته اشاره کوله چې په افغانستان کې یې د خپلو عسکرو شمیر دیر کړی و.

د افغانستان او امریکا نظامي چارواکو ویلي دي چې د حقانې شبکه د پاکستان د پوځ د استخباراتو سره اړیکې لري او په قبایلي سیمې کې فعالیت کوي.

د امریکا د معلوماتو په اساس، دغه شبکه په سیمې کې ترټولو خطرناکه شبکه ده او په افغانستان کې یې په بهرنیو ځواکونو یو شمیر لوی بریدونه کړي دي.

د افغانستان سوله

جنجوعه د سولې په پروسې کې د طالبانو د نه ګډون د علتونو په اړه هم خبرې وکړي.

هغه وویل چې داسې یو نظر یا غلط فهمي موجوده ده چې د اشرف غني حکومت به خپله دوره پوره نه کړي.

جنجوعه خبرو ته د طالبانو د نه حاضریدو د بل علت په اړه وویل چې د سولې د پروسې په اړه افغان مشران د نظر توافق نه لري.

هغه د ملاعمر د مرګ وروسته د طالبانو ترمنځ د اختلافاتو موضوع هم یاد کړه چې د هغه په نظر د سولې په پروسې کې د طالبانو د نه ګډون علت کیدای شي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جان کربي هم دا منلي ده چې د امریکا او پاکستان په روابطو کې مشکلات شته.

XS
SM
MD
LG