د متحده ایالاتو د بحري ځواکونو یو احتیاطي قوماندان دوشنبه اکټوبر ۲۸ ( لړم اوومه) د رشوت خورۍ یوې قضیې کې چې د افغانانو لپاره د ځانګړو ویزو پروګرام ته د جعلي اسنادو برابرول هم پکې شامل دي، په ۳۰ میاشتو بند تیرولو باندې محکوم شو.
د محکمې په اسنادو او د محاکمې پر وخت وړاندې شویو شواهدو کې ښودل شوې چې جیرومي پیټمان د هغو افغانانو څخه د جعلي سپارښتلیکونو لیکلو، سپارلو او تصدیق کولو په بدل کې رشوت اخیستی و چې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ته یې د کډوالۍ ځانګړو ویزو یا SIV لپاره غوښتنلیکونه ورکړي و.
دی ۵۳ کلن دی او د فلوریډا ایالت د پینساکولا سیمې اوسیدونکی دی.
د ۲۰۰۹ میلادي کال راهیسې چې د متحده ایالاتو کانګرس د بهرنیو چارو وزارت ته اجازه ورکړې چې امریکا ته د راتګ لپاره افغانانانو ته محدود شیمر ویزې ورکړي، دې پخواني پوځي تر ۲۰ ډیر جعلي لیکونه لاسلیک کړي پداسې حال چې پخپله یې هم منلې چې د یو شمیر هغو افغانانو مشري یې په افغانستان کې کړې چې د امریکا د پوځ لپاره یې د ژباړونکي په توګه کار کاوه.
د محکمې په اسنادو کې همدارنګه راغلي د بحري ځواکونو دا احتیاطي قوماندان هیڅ اساس نه درلود چې دا افغانان د ځانګړو ویزو تر لاسه کولو لپاره پیشنهاد کاندي. د معلوماتو له مخې، هغه ددې اسنادو برابرو په بدل کې د دریمګړي شخص لخوا زرګونه امریکایي ډالر تر لاسه کول او پدې خاطر چې وښیي، پیسې په مشروع لار تر لاسه کوي، جعلي بیجکونه یې جوړول چې ګواکې د نظامي خدمت سره تړلو خدماتو له لارې دا پیسې ورته ورکول کیږي.
منصفه پلاوي د همدې روان ۲۰۲۴ کال د جولای میاشتې په ۱۲ مې نیټې د نیو همشایر ایالات د ولسوالۍ په محکمې کې د بحري ځواکونو دا قوماندان په محاکمې کې چې څلور ورځې روانه وه، محکوم کړ. په هغه د رشوت خورۍ دسیسې، رشوت خورۍ، جعلي اسنادو لیکلو او پیسو تطهیر تورونه و.
د متحده ایالاتو د لوی څارنوال مرستیالې نیکول ایم ارجینټایري د محکمې تر پریکړې وروسته وویل چې وویل چې د کډوالۍ ځانګړو ویزو پروګرام په افغانستان کې د امریکایي نظامي پرسونل او دیپلوماتانو خوندیتوب لپاره مهم دی.
خو تر څنګ یې دا هم ویلي چې دې پوځي افسر، جیرومي پیټمان د خپل شخصي موقف او واک څخه په ګټې اخیستو پدې پروګرام کې هغه چا ته ګټه ورکوله چې ده ته یې رشوت ورکاوه او په ناسمه توګه یې ثابتوله چې دوي امریکا ته خدمت کړی.
د افغانستان د بیارغونې لپاره د متحده ایالاتو د ځانګړي مفتش دفتر یا سیګار ددې قضیې په اړه په پلټنو کې همکارې کړې. ځانګړ مفتش، جان سوپکو وویل لدې قضیې څرګندیږي چې یو تن څنګه د خپل سپیڅلي سوګند څخه د جنایت کولو لپاره سرغړاونه کوي.
تر اوسه نده معلومه چې آیا د امریکا دې نظامي افسر لخوا د لاسلیک شویو جعلي سپارښتلیکونو له مخې ، به څومره افغانان متحده ایالاتو ته د SIV ویزو تر لاسه کولو وروسته راغلي و او یا دا چې آیا د امریکا حکومت به د دې ویزو تر لاسه کوونکو په هکله څه ډول پریکړه کوي.
له ۲۰۲۱ کال راپدیخوا څه باندې ۱۰۰زره افغانان، چې د بهرنیو ځواکونو ترجمانان، د مخکني حکومت کارکوونکي، د بشري حقونو فعالان او نور فعالان په کې شامل وو، د انتقال په پروسې کې له افغانستان څخه امریکا او نورو هېوادونو ته واېستل شول. خو لا هم زرګونه هغه کسان، چې د بهرنیو ځواکونو سره یې دندې ترسره کړې وې، پاتې دي.
د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت د سپتمبر د میاشتې په راپور کې ویل شوي وو چې ۶۷۰۰۰ کسان، چې د مهاجرت ځانګړو ویزو ته برابر دي، وروستۍ تائیدۍ ته منتظر دي او ۱۱۰۰۰ نور افغانان بیا خپلو مرکو ته سترګې په لار دي.
د افغانانو لپاره د مهاجرت د ځانګړو ویزو پروګرام په ۲۰۰۹ کال پیل شو، د امریکا کانګرس په تېرو څو کالونو کې ۳۸۵۰۰ دا ډول ویزې تائیدې کړي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هره میاشت ۱۰۰۰ دا ډول ویزې صادروي او که نورې ویزې ونه منل شي، د مهاجرت د ځانګړو ویزو له لارې به د افغانانو د انتقال پروګرام د روان کال د اګست په میاشت کې ختم شي. اوس د مهاجرت د ځانګړو ویزو پروګرام تر ۲۰۲۶ کال پورې وغځېده.
فورم \ دبحث خونه