د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا پلان لري د پخواني افغان پوځ ځینې الوتکې اوزبیکستان او تاجیکستان ته ورکړي - راپور


پولیټیکو خبري رسنۍ وايي، متحده ایالات له اوزبیکستان او تاجیکستان سره د افغانستان د پخوانۍ اردو د هغو نږدې ۵۰ الوتکو پر سر خبرې کوي چې د جمهوري نظام د سقوط پرمهال له افغانستان څخه دغو دوو هیوادونو ته لیږدول شوي دي.

دغې رسنۍ ویلي، امریکا په پام کې لري چې په سیمه کې د ترهګرۍ پر وړاندې د اوزبیکستان او تاجیکستان د همکارۍ په بدل کې دا الوتکې دغو دوو هېوادونو ته وسپاري.

تر اوسه امریکايي چارواکو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي.

د تېر ۲۰۲۱ کال په اوړي کې له طالبانو د ژغورل کېدو په نیت تاجیکستان او اوزبیکستان ته د اوښتو پوځي الوتکو برخلیک تر اوسه نه دی معلوم.

د امریکا د دفاع وزارت د یوه جګپوړي چارواکي په ګډون دوو کسانو پولیټیکو ته ویلي چې متحده ایالات په پام کې لري چې ددغو الوتکو ارزونه وکړي چې د الوتلو وړتیا لري او که نه.

ددغه چارواکي له قوله ویل شوي: "د غیر رسمي تړون له مخې د اوزبیکستان او تاجیکستان هېوادونو ته د یو شمېر الوتکو د ورکولو موخه د سرحدي امنیت او ترهګرۍ پروړاندې د مبارزې په برخه کې زموږ د امنیتي‌ اړیکو پیاوړي کول دي".

تردې مخکې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال مایکل کوریلا ویلي وو، چې د افغانستان د پخواني پوځ ځینې الوتکې او هیلکوپترې چې تاجیکستان ته لېږدول شوې وې، بېرته افغانستان ته نه ورکول کیږي، ځکه دا الوتکې په طالبانو پورې اړه نه لري.

ښاغلي کوریلا ویلي و: "زموږ هیله دا ده چې موږ وکولای شو د دغو الوتکو یو شمیر او یا ټولې د تاجیکستان حکومت ته وسپارو".

په همدې حال کې ازبیکستاني چارواکو ویلي چې د افغان هوايي ځواک لسګونه الوتکې چې د پخواني حکومت د پیلوټانو له خوا اوزبیکستان ته راوړل شوي، د امریکا ملکیت دی او طالبانو ته به ور نه کړل شي.

د افغانانو غبرګون

د افغانستان د مخکني پوځ چارواکو له دې پلان سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې دا الوتکې د افغانستان د وسله پوځ او ولس پانګه ده، باید اوزبیکستان او تاجیکستان ته ورنکړل شي.

د افغانستان د وسله والو ځواکونو پخوانی ویاند اجمل عمر شینواری وايي، امریکا متحده ایالات کولای شي له تاجیکستان او اوزبیکستان له نورو لارو مرستې وکړي، او د اعتماد فضا رامنځ ته کړي‌ چې له تروریزم سره د مبارزې په ډګر کې له نړیوالو سره او بیا په ځانګړې توګه د امریکا متحدو ایالتو سره دوی ودریږي، "نه دا چې د افغانستان د هوايي ځواکونو کومې ترانسپورتي او حربي طیارې چې فعلا په تاجیکستان او اوزبیکستان کې دي، دا هغوی ته وسپارل شي".

له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته، په سېمه کې د ترهګرۍ سره د مبارزې مسئله په داسې وخت کې یادیږي، چې امریکا په تېره جولای میاشت کې د بې پیلوټه الوتکې په برید کې په کابل کې د القاعده ډلې مشر ایمن الظواهري په نښه کړ.

د افغانستان د مشرانو جرګې د دفاعي او کورني امنیت کمیسیون پخوانی مشر محمد هاشم الکوزی تاجیکستان او اوزبیکستان ته ددې الوتکو سپارل "د افغانستان د ټول ولس سره جفا" بولي.

هغه وویل:‌ "دا طیارې نه د طالبانو دي، نه د پخواني حکومت وې، دا د افغانستان د ټول ولس دي، دا زموږ ملي سرمایه ده".

پوځي شنونکی هاشم دانش هم پدې پرېکړې ناخوښي ښيي او وايي، "دا به د افغانستان د خلکو سره د امریکا ظالمانه سیاستونه برملا کړي، امریکایان قطعاً دا حق نه لري، د افغانستان پر ملي شتمنیو باندې خپل ځان ته دوستان جذب کړي".

امریکا غږ هڅه وکړه چې په دې اړه د طالبانو د حکومت نظر واخلي، خو د طالبانو چارواکو د اوس لپاره په دې اړوند له نظر ورکولو ډډه وکړه.

خو تر دې مخکې د طالبانو د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب د روان کال د جنورۍ په یوولسمه تاجیکستان او اوزبیکستان ته خبرداری ورکړی و چې د افغانستان اړوند الوتکې بېرته وروسپاري.

XS
SM
MD
LG