د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر وایي د سودان په جګړې کې ښکیلو ډلو ته یې بلنې ورکړې چې بله میاشت په سویس کې د اوربند په هکله خبرې پیل وکړي.
انټوني بلینکن سه شنبه جولای ۲۳ ( زمري دویمه) وویل چې د سودان د پوځ او چټک ملاتړ ځواکونو په نامه د ملیشو تر منځ به د اوربند په هکله خبرې د راتلونکې اګست میاشتې په ۱۴ مې نیټې په سویس کې پیل شي.
ښاغلي بلینکن په یوې اعلامیې کې پرته لدې چې د خبرو نور جزیات په ډاګه کړي، ویلي، "متحده ایالات متعهد دي چې د دې ویجاړونکې جګړې د پای ته رسولو لپاره د همکارانو سره ګډ کار وکړي".
د سودان پوځ تر اوسه څه ندي ویلی چې آیا پدې خبرو کې کډون کوي او که نه، خو د چټک ملاتړ ځواکونو په نامه د ملیشو مشر په یوې اعلامیې کې خپل ګډون تائید کړی. تر دې وړاندې هم چې په سعودي عربستان کې کومې خبرې اترې شویدي، پدې جګړې ځپلي هیواد کې د جګړې پای ته رسیدو سبب نشولې.
د متحده ایالاتو دې تر ټولو جګپوړي دپلومات ویلی چې په سویس کې د خبرو هدف په ټول سودان کې د تشدد بندول، ټولو اړمنو کسانو ته د بشري مرستو رسیدو امکان برابرول او هر ډول موافقه چې د جګړې دواړو خواوو تر منځ کیږي، د تطبیق او تصدیق کولو لپاره یې د څار په میکانیزم کار کول دي.
د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیې کې ویل شوي، چې ټاکل شوې پدې خبرو کې د افریقایي اتحادیې، مصر، عربي متحده اماراتو او ملګرو ملتونو ناظرین هم برخه ولري.
د دې وزارت ویاند میتیو میلر د سه شنبې په ورځ په خبري کنفرانس کې وویل، چې په سودان کې د جګړې لپاره هیڅ پوځي حل لاره نشته ده او زیاته یې کړه چې په سویس کې د اوربند په هکله خبرې او دا واضح کول چې نړیواله ټولنه به یې ملاتړ کوي، په سودان کې د جګړې پای ته رسولو یوازینۍ لار ده.
د یوې پوښتنې په ځواب کې چې دا خبرې به په سودان کې د جګړې پای ته رسولو لپاره نتیجه ورکړي او که نه، د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د اوس لپاره غواړي په جګړې کې ښکیلې ډلې د خبرو میز ته راشي او دا یې " د اوس لپاره په ټول هیواد کې د تشدد بندولو لپاره تر ټولو غوره لار" وبلله.
د سودان په پوځ او ملیشو په روانې جګړې کې د جنګي جنایاتو تورونه لګیدلي چې په قصدي توګه په ملکیانو بریدونه، د خلکو د اوسیدو په ځایونو ړنده بمباري، د بشري مرستو د ویش مخه نیول پکې شامل دي.
د جګړو له کبله ډیر شمیر خیریه مؤسسو هم پدې هیواد کې خپل فعالیتونه بند کړیدي.
د ملګرو ملتونو په یو راپور کې ویل شوي چې په سودان کې نږدې ۲۶ ملیونه خلک په لوړه کچه د خوراکي موادو نشتوالي سره مخ دي.
په سودان کې د تیر کال د اپریل له پنځمې نېټې را وروسته د پوځ او د "چټک ملاتړ ځواک" د غړو ترمنځ جګړه روانه ده او د ورکړل شویو معلوماتو او موجوده ارقامو پر بنسټ، تر دې دمه شاوخوا ۵۰۰۰ خلک په کې وژل شوي دي.
د پوځ لوی درستیز جنرال عبدالفتاح برهان او د چټک ملاتړ ځواکونو په نامه ملیشو مشر جنرال حمدان داګلو په دې کې ناکام شول چې دا ملیشې د سودان په ملي پوځ کې شامل کړي.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په دې کورنۍ جګړې کې تر اوسه زرګونه خلک وژل شوي، ۱.۶ میلیون وګړي اړ شوي چې خپل کور کلی پریږدي او نورو سیمو ته کډه شي او نږدې ۲۵ میلیونه نور چې ددې هیواد نیمایي نفوس څخه ډیر دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
فورم \ دبحث خونه