د ملګرو ملتونو امنیت شورا جمعه مارچ اتمه ( کب ۱۸) په یو پریکړه لیک کې پداسې حال کې په سودان کې د اوربند غوښتنه وکړله چې د ملګرو ملتونو عمومي منشي د همدې اوونۍ په سر کې خبرداری ورکړی و چې پدې هیواد کې بشري ناورین تر ټولو لوړې اندازې ته رسیدلی.
د اوربند د غوښتنې د پریکړه لیک مسوده په ملګرو ملتونو کې د بریتانیې پلاوي چمتو کړې وه. د بریتانیې د استازي مرستیال جیمز کریوکي وویل چې د دې پریکړه لیک منظوریدل په سودان کې د ملي پوځ لوی درستیز او د چټک غبرګون په نامه د ملیشو مشر ته "ښکاره او قوي" پیغام دی چې د روژې په میاشت کې په سمدستي توګه د شخړې په بندولو موافقه وکړي.
ښاغلي کریوکي د سودان د پوځ لوی درستیز جنرال عبدالفتاح برهان او د چټک غبرګون ملیشو مشر ، جنرال حمدا داګلو څخه وغوښتل چې د سولې او "ټوپک خاموشه" کولو لپاره د نړیوالې ټولنې دا غوښتنه ومني.
په عین حال کې بیا د متحده ایالاتو استازي رابرټ ووډ په سودان کې دواړه جنګیدونکي جنرالان د ظلمونو کولو په خاطر وغندل او دا یې هم وویل چې د سودان دا جګړه "ډیره اوږده" شوه.
ښاغلي ووډ زیاته کړه چې سودان د وسلو د ورتګ مخنیوي لپاره باید نړیواله ټولنه لاس یو کړي ځکه چې د هغه قول همدا وسلې دي چې د جګړې اور ته لمن وهي.
د پریکړه لیک لپاره ۱۴ مثبتې رایې ورکړل شوې او روسیې په رایې ګیرۍ کې برخه وانخیسته. په پریکړه لیک کې د روژې په میاشت کې د جګړې بندیدو تر څنګ د ټولو خواوو څخه دا هم غوښتل شوي چې باید د شخړې د حل لپاره د خبرو اترو لارې ولټوي او دا چې د بشري مرستندویه موادو د ویش په مخ کې دې ټول خنډونه لیرې کاندي.
تر اوسه نده معلومه چې جنرال برهان او جنرال داګلو به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پدې پریکړه لیک عمل وکړي خو د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتریش هم تیره ورځ ویلي و چې وخت یې دی په سودان کې دواړه جنګیدونکي جنرالان وسلې په ځمه کښیږدي.
ښاغلي ګوتریش ویلي و چې په سودان کې د جګړو پای ته رسیدل باید په ټول هیواد کې عملي شي او د دې هیواد ولس لپاره د تل پاتې سولې لپاره لار هواره کړي.
په سودان کې د تیر کال د اپریل له پنځمې نېټې را وروسته د پوځ او د "چټک ملاتړ ځواک" د غړو ترمنځ جګړه روانه ده او د ورکړل شویو معلوماتو او موجوده ارقامو په اساس، تر دې دمه شاوخوا ۵۰۰۰ خلک په کې وژل شوي دي.
د پوځ لوی درستیز جنرال عبدالفتاح برهان او د چټک ملاتړ ځواکونو په نامه ملیشو مشر جنرال حمدان داګلو په دې کې ناکام شول چې دا ملیشې د سودان په ملي پوځ کې شامل کړي.
د ملګرو ملتونو ارقامو له مخې په دې کورنۍ جګړې کې تر اوسه زرګونه خلک وژل شوي، ۱.۶ میلیون وګړې اړ شوي چې خپل کور کلی پریږدي او نورو سیمو ته کډه شي او نږدې ۲۵ میلیونه نور چې ددې هیواد نیمایي نفوس څخه ډیر دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
متحده ایالاتو او سعودي عربستان څو ځله د دې دوو جنرالانو تر منځ د خبرو کوښښونه کړي دي خو کامیابي یې ډیره لږه وه.
فورم \ دبحث خونه