د لاس رسي وړ اتصالات

کري: دوبۍ کې د اقلیم د سرمشریزې پرېکړه هیله بخښونکې ده


د اقلیم دپاره د امریکا ځانګړی استازی جان کري
د اقلیم دپاره د امریکا ځانګړی استازی جان کري

د اقلیم دپاره د امریکا ځانګړي استازي جان کري د چهارشنبې په ورځ دسمبر ۱۳ (لیندۍ ۲۲)، د متحده عربي اماراتو په دوبۍ کې په نړۍ کې د تیلو د استعمال د بندولو په اړه د اقلیم د سرمشریزې پرېکړه وستایله او دا یې په بحرانونو کې ګیرې نړۍ کې د نړیوالې همکارۍ نښه وبلله.

د نږدې دوو اونیو خبرو اترو وروسته، د شاوخوا ۲۰۰ هېوادونو استازو پرېکړه وکړه چې نړۍ باید د تیلو استعمال په تدریجي ډول بند کړي.

کري وویل: "زه فکر کوم چې دلته هرڅوک باید خوشحاله وي. په نړۍ کې چې د اوکراین او منځني ختیځ د جنګ او نورو ننګونو سره مخامخ ده... دا [پرېکړه لیک] هیله بخښونکی دی او ټولو ته په دې کار مبارکي وایم."

فوسیلي سونګ توکي د اقلیم د بدلون اصلي لامل بلل کیږي دا لومړی ځل دی چې پدې سطحه یې د بندلو غوښتنه شوې ده. که څه هم د خطر سره مخ هیوادونو ویلي چې ډیر کار ته اړتیا ده.

د تېلو په شتمنۍ جوړ شوي متحده عربي اماراتو کې، د ملګرو ملتونو په مشرۍ د اقلیم په سرمشریزه (COP28) کې د دوو اونیو خبرو اترو وروسته، د اماراتو د صنعت وزیر سطان احمد الجابر چې ددغې غونډې مشري یې کوله، د ګډون کوونکو ترمنځ د یوې اجماع رامنځته کېدو خبر ورکړ.

الجابر وویل: "تاسو ګام پورته کړ، تاسو انعطاف وښوده، تاسو د شخصي ګټو پر ځای ګډې ګټې ته لومړیتوب ورکړ."

د الجابر په مشرۍ ددغې غونډې کېدل چې نوموړی د اماراتو د تیلو د ملي شرکت مشر هم دی، د اقلیم د فعالانو انتقادونه پارولي دي.

الجابر په غونډه کې رامنځته شوې پرېکړه د اقلیم په اړه د "دوامدار بدلون" راوستل وبلل او په دې اړه یې د متحده عربي اماراتو د دپلوماسۍ په اړه زیاته کړه: "موږ په څو اړخیزه عقیدې او باور رامنځته کولو کې مرسته کړې، او موږ ښودلې چې انساني ټولنه کولی شي سره یوځای شي."

د اروپايي اتحادیې د اقلیم مشر ووپک هویکسټرا دا تړون "ناوخته" بللی او ویلي یې دي چې د اقلیم غونډې په داسې حال کې دا پرېکړه کړې چې په نړۍ کې په طبیعي ډول "د فوسیلي تیلو د استعال پای" پیل شوی دی.

الجابر وویل د اقلیم په اړه د ملګرو ملتونو په خبرو اترو کې اجماع ته اړتیا ده، ترڅو له ټاپوګانو جوړ هېوادونه چې د سمندر د سطحې د لوړېدو له امله د ډوبېدو له خطر سره مخامخ دي او د سعودي عربستان په څېر هېوادونه چې ترټولو زیات تیل صادروي، ټول پکې شامل وي.

د غونډې په پرېکړه لیک کې تر پخوانۍ مسودې، چې د چاپیریال پوهانو لخوا په کلکه رد شوې وه، سخته ژبه کارول شوې ده او "د انرژي سیسټمونو کې د فوسیل سونګ موادو څخه په عادلانه، منظم او مساوي توګه د لیږد" غوښتنه کوي.

پرېکړه لیک "پدې حساسه لسیزه کې" د عمل پراخولو غوښتنه کوي او تر ۲۰۵۰ کال پورې د شنو خونو یا زهرجنو ګازونو خالص اخراج د بشپړ بندلو ژمنه کوي، ترڅو د نړۍ د تودوښې لوړوالی تر مخکینۍ صنعتي کچې ۱.۵ درجې محدود وساتل شي.

د ځمکې تودوښه له وړاندې ۱.۲ درجې لوړه شوې بلل شوې او ساینس پوهانو ویلي چې ۲۰۲۳ ښايي په تیرو ۱۰۰ زرو کلونو کې ترټولو ګرم کال وي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG