د لاس رسي وړ اتصالات

سیلابونو په لیبیا کې لږ تر لږه ۲۰۰۰ تنه مړه کړي 


په لیبیا کې چارواکو دوشنبه سپتمبر ۱۱ (وږي۲۰) وویل چې سیلابونو د دغه هېواد په بېلا بېلو سیمو کې څه باندې ۲ زره کسان مړه کړي دي.

د لیبیا په ختیځ کې د حکومت صدراعظم اسامه حماد چې پارلمان یې ملاتړ کوي وایي چې په سیلابونو او توپان کې د دې هیواد څه باندې ۲ زره وګړي مړه شویدي.

ښاغلي حماد د یو سیمه ایز تلویزیون سره په مرکې کې وویل چې زرګونه کسان تري تم دي خو دا یې ونه ویل چې د ورکو شویو کسانو په هکله یې دا معلومات له کومه کړي.

د مدیترانې په بحېرې کې د دانیل په نامه طوفان الوتی چې له کبله یې په لیبیا کې سخت بارانونه شوي او سیلابونه وتلي.

د لیبیا په بنغازي کې د حاکمې ادارې یو ویاند محمد مسعود وویل: " په درنا، جبل الاخضر او المارج کې د بارانونو له کبله سیلابونه راوتلي ."

نوموړي وویل چې د بارانونو او سیلابونو له کبله یو شمېر دولتي او خصوصي ودانۍ او ځمکې هم زیانمنې شوې او مالي زیانونه وراوښتي دي.

هغه وايي چې صدراعظم اسامه حماد د اضطراري حالاتو د ادارې له وزیرانو او په لیبیا کې د حاکمې ادارې له وزیرانو سره یو ځای درنا ته سفر کړی چې حالت له نژدې وویني.

د حماد اداره په طرابلس کې د حاکم انتقالي حکومت سره، چې نړیواله ټولنه یې په رسمیت پېژني، په رقابت او خصومت کې ده. دغې ادارې درنا مصیبت ځپلې سیمه اعلان کړې ده.

د اب او هوا او اقلیم کارپوهانو د دانیل طوفا ډېر خطرناک بللی دی. دغه طوفان په دې وروستیو کې په ترکیې، بلغاریا او یونان کې هم زیانونه اړولي او شاوخوا ۲۷ کسان یې مړه کړي دي.

د لیبیا د درنا ښار شاوخوا ۱۰۰زره نفوس لري. د ژغورنې ډلې سیمې ته استول شوې چې له ځپل شویو سره مرستې وکړي. مقاماتو په ځینو سیمو کې ښوونځي تړلي او د خلکو په تګ راتګ یې بندیز لګولی دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG