د لاس رسي وړ اتصالات

هند کې د طوفان له کبله لږترلږه اته کسان مړه شوي


د هند د هوا پیژندنې ادارې په ځینو سیمو کې د "غیر معمولي سخت باران" خبرداری ورکړی.
د هند د هوا پیژندنې ادارې په ځینو سیمو کې د "غیر معمولي سخت باران" خبرداری ورکړی.

د هند په جنوب ختیځ کې د یو شدید طوفان په وجه د چنای ښار ځینې برخې اوبو لاندې کړي او په سیلابونو کې لږ تر لږه اته کسان مړه شوي دي.

د هند د هوا پیژندنې ادارې د سه شنبې په ورځ دسمبر پنځمه (لیندۍ ۱۴) وویل چې د مایکاونګ طوفان په داسې حال کې د اندرا پرادیش ایالت ساحلي سیمې لاندې کړي چې د باد شدت یې په ساعت کې ۱۰۰ کیلومترو ته رسیږي.

په چنای کې موټرونه او کورونه اوبو لاندې کړي او په یوې خپرې شوې ویډیو کې یو تمساح د ښار په سړکونو کې د لامبو وهلو په حالت کې لیدل کیږي.

د طوفان په وجه د ښار د ځینو اغیزمنو شویو سیمو خلکو په کښتیو کې ځانونه تر خوندي سیمو رسولي دي.

د هند د هوا پیژندنې ادارې په ځینو سیمو کې د "غیر معمولي سخت باران" خبرداری ورکړی.

د تامل ناډو ایالت اعلی وزیر ایم کې ستالین د دوشنبې په ورځ ناوخته په یوه خبرپاڼه کې وویل: "موږ د تاریخ د ترټولو شدید طوفان سره مخ یو."

پولیسو د سه شنبې په ورځ وویل چې د تامل ناډو ایالت په مرکز چنای کې اته تنه مړه شوي دي.

په ټولنیزو رسنیو کې د خپرو شویو انځورونو له مخې، د سختو بارانونو له امله ونې چپه شوي او د سیلاب اوبو موټرونه له ځانه سره وړي دي.

سیمه ییزو رسنیو راپور ورکړی چې په تامل ناډو کې د اپل ایفون جوړونکو فاکسکن او پیګاټرون او همدارنګه د هانډای موټر جوړونکي شرکتونو خپل عملیات د طوفان له امله ځنډولي دي.

طوفان د هند سویل ختیځ ساحل ته نږدې د باپاتلا ښارګوټي ته نږدې د نیلور او مچلیپټنم تر منځ ۳۰۰ کیلومتره پراخه ساحلي سیمه لاندې کړه.

د کورنیو چارو وزیر امیت شاه وویل چې حکومت د ژغورنې ډلې ګومارلي او "اندرا پردیش ته د ټولو اړینو مرستو رسولو لپاره چمتو دي."

تمه کیږي چې د طوفان زور د سه شنبې په ماښام کم شي.

ساینس پوهانو خبرداری ورکړی چې د په نړۍ کې د اقلیم بدلون او د تودوخې له زیاتېدو سره طوفانونه نور هم پیاوړي کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG