د لاس رسي وړ اتصالات

هند او بنګله دېش ته یو لوی طوفان مخه کړې


دغه طوفان په بنګله دېش او هند کې له کروناسره روانه مبارزه ستونزمنه کړې
دغه طوفان په بنګله دېش او هند کې له کروناسره روانه مبارزه ستونزمنه کړې

د هوا پېژندنې د ادارو د اټکل له مخې د چهارشنبې په ورځ به بنګله دېش او هند یو لوی طوفان وځپي چې په لسګونه زره خلک به په کې زیانمن شي.

له یوې خوا د کرونا سره مبارزه او له بلې خوا د خطرناک طوفان راتګ د هند او بنګله دېش چارواکي له یو بل ازمون سره مخامخ کړي‌دي.

داسې ویل کیږي‌ چې دا طوفان او بړبوکۍ به دومره خطرناک وي چې په تېرې شاوخوا یوې لسیزې کې یې ساره نه دی لیدل شوی. دا طوفان به په دواړو هېوادونو کې سلګونه زره خلک او ډېرې زراعتي او غیر زراعتي ځمکې او ودانۍ زیانمن کړي.

د اوړیسا په ایالت او ختیځ بنګال کې چارواکو د بې ځایه کېدونکو خلکو د ساتلو لپاره د سرپنا ۱۰۰۰ ځایونه جوړ کړي ‌دي. دغه کار د کروناسره د هغوی مبارزه نوره هم ستونزمنه کړې ده.

په هند کې تر دې دمه د کرونا له کبله شاوخوا ۳۱۶۳ کسان مړه شوي او څه باندې ۱۰۰زره نور په دغه ویروس اخته دي.

د ترانسپورت او اورګاډو شرکتونو ته هم سپارښتنه شوې ده چې هغو سیمو ته د تګ راتګ څخه ډډه وکړي ‌چې د طوفان له ګواښ سره مخامخې دي.

د هند په ګاونډ بنګله دېش کې هم چارواکو د طوفان له خطر سره د مخامخو سیمو څخه د زرګونو کسانو په ویستلو پیل کړی او په خلکو یې ټېنګار کړی دی چې ماسکونه وتړي ‌او د یو بل څخه فاصله وساتي.

ویل کیږي دا طوفان او بړبوکۍ به دومره زورور وي‌چ ې په بنګله دېش کې په تېرو ۱۵ کلونو کې یې ساری نه دی لیدل شوی.

دا مهال کرونا له کبله په بنګله دېش لږ تر لږه ۳۱۴ کسان مړه شوي او نژدې ۲۱زره نور پرې اخته دي.

د بنګله دېش د چتاګنګ او کوهلنا ایالتونه د دغه طوفان له خطر سره مخامخ دي، د دغو ایالتونو په شاوخوا ۱۵۰ کیلو مېترۍ کې د میانمار د کډوالو کمپونه دي چې سلګونه زره خلک په کې اوسیږي.

په جنوبي آسیا کې هرکال موسي بارانونه کیږي چې ورسره سخت طوفانونه هم مله وو. له دې کبله هر کال د جنوبي‌ آسیا په یو شمېر هېوادونو کې زرګونه کسان مري او ډېرې نورې ځمکې او ودانۍ زیانمنې کیږي.

XS
SM
MD
LG