د متحده ایالاتو د کانګرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې د پنجشنبې په ورځ د فبرورۍ په ۱۵ (سلواغې ۲۶) "د پردې تر شا: د بایډن اداره څنګه د دوحې د تړون په پلي کولو کې ناکامه شوه" تر سرلیک لاندې د افغانستان د پخلاینې لپاره د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیلزاد په ګډون یوه غونډه وکړه.
خلیلزاد په دې غونډه کې وویل چې د امریکا ولسمشر جوبایډن ویره درلوده چې د دوحې له موافقې څخه وتل به جګړه اوږده کړي. هغه دا هم وویل چې له هیواد څخه د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني وتل د افغانستان د سیاسي انتقال پر وړاندې د خنډ رامنځته کېدو لامل شو.
د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایکل مک کال د استماعیې غونډې په پیل کې چې له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو د وتلو پر مهال د وژل شویو ۱۳ امریکايي پوځیانو یو شمیر خپلوانو هم په کې ګډون کړی و، په خپله وینا کې طالبان "ترهګر" او د دوحې له هوکړې څخه سرغړونکي وبلل.
مک کال وویل چې حتی خلیلزاد هم تائید کړې چې د دوحې په تړون کې کومه ستونزه نشته، خو د ده په وینا ستونزه د دې هوکړې په عملي کولو کې ده. دغه امریکايي قانون جوړونکي بایډن تورن کړ چې د دوحې د تړون په بشپړ ډول پلي کولو کې پاتې راغلی. هغه وویل چې بایډن له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه خبرداري له پامه غورځولي دي.
خو جو بایدن تل ویلي چې د افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د ایستلو تصمیم یې د امریکا د دپلوماتیکو مقاماتو او پوځیانو سره د مشورو په اساس نیولی دی.
د سیاسي اوښتون پر وړاندې خنډ
خلیلزاد یو ځل بیا امریکايي وکیلانو ته په وینا کې ادعا وکړه چې د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني تېښته په افغانستان کې د سیاسي انتقال پر وړاندې خنډ رامنځ ته کړ. هغه زیاته کړه، که غني له افغانستان څخه نه وای وتلی، نو طالبان به له امریکا سره د پخواني تړون له مخې کابل ته نه وو ننوتلي.
د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۱۵ په داسې حال کې چې طالبان د کابل دروازو ته رسېدلي وو، محمد اشرف غني له خپلو نږدې همکارانو سره له افغانستان څخه ووت او څو شېبې وروسته طالب وسله وال ارګ او د ولسمشر دفتر ته ننوتل. خو ولسمشر غني تېر کال په یوه مرکه کې ویلي و چې د جمهوریت په نسکورېدو کې په ځانګړې توګه زلمی خلیلزاد او د افغانستان د ملي مصالحې د شورا پخواني رئیس عبدالله عبدالله لاس درلود. غني خلیلزاد یو "بې کفایته، فاسد او منفور" کس بللی او ادعا یې کړې چې دغه امریکايي دیپلومات "په خپلو پلانونو او ژمنو د افغانستان سیاسي طبقه وېشلې وه".
خلیلزاد هغه مهال د غني د څرګندونو په غبرګون کې رسنیو ته ویلي وو، چې غني د خپلو دندو او مسوولیتونو په ترسره کولو کې د پاتې راتلو پړه پر نورو اچوي. نوموړي له افغانستان څخه د غني د وتلو په تړاو په یوه بله مرکه کې ویلي، چې که غني ویریده، نو له امریکا به یې د مرستې غوښتنه کړې وای.
د دوحې تړون د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ مه د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو. دغه سند د امریکا په استازیتوب خلیلزاد او د طالبانو د حکومت د اوسني مرستیال ملا عبدالغني برادر لاسلیک کړه.
د جګړې د اوږدیدو څخه ویره
خلیلزاد د پنجشنبې په ورځ امریکايي وکیلانو ته وویل چې د دوحې هوکړه د شرایطو پر بنسټ شوې او د ده په وینا ولسمشر بایډن په افغانستان کې د محدود شمېر امریکايي ځواکونو ساتل د جګړې د اوږدیدو څخه د ویرې په خاطر رد کړل.
زلمي خلیلزاد ویلي، چې بایډن د دوحې تړون له پامه نشو غورځولی، ځکه د ده په وینا که امریکا د دغه تړون له پلي کېدو څخه وتلی وای، نو امریکايي پوځیان به یو ځل بیا له طالبانو سره په اوږدمهاله جګړه کې ښکېل شوی وای.
په تیرو دریو کلونو کې جوبایډن او د هغه د حکومت چارواکو تل ویلي چې دوی ته د دوحې تړون د ټرمپ له ادارې څخه په میراث پاتې دی او له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو او د همدې تړون پر بنسټ د جګړې د پای ته رسولو پرته بله چاره نه وه او یا داچې دا جګړه چې د امریکا په تاریخ کې تر ټولو اوږده جګړه بلل کیږي، باید د امریکا راتلونکي ولسمشر ته انتقال شي.
د متحده ایالاتو د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو د کمیټې په وینا: "دا ادعاوې چې د بایډن اداره نه پوهیده چې د ټرمپ [د متحده ایالاتو پخواني ولسمشر] حکومت [د طالبانو سره] په څه اړه خبرې اترې کړې دي بې اساسه دي."
د سپینې ماڼۍ غبرګون
دغې کمیټې له استماعیې دمخه امریکا غږ ته وویل چې خلیلزاد بایډن او ټیم ته یې د دوحې د تړون په اړه هر اړخیز توضیحات ورکړي او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن هم د خلیلزاد کار مهم بللی و. د دغې کمیټې په وینا، بایډن خلیلزاد چې د دوحې د تړون طرحه کوونکی و، د افغانستان په چارو کې د یو مهم جګپوړي سلاکار په توګه ساتلی او هغه ته یې اجازه ورکړې چې دغه پروګرام پرمخ بوزي.
د کانګرس د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې دا هم ویلي دي چې په افغانستان کې د جمهوري نظام د سقوط په خاطر د ټرمپ د حکومت په پرتله د بایډن حکومت ډیر ملامت دی. دې کمیټې وویل: "د بایډن حکومت پر افغان حکومت فشار راوړ چې له طالبانو سره واک شریک کړي (لومړی ۵۰-۵۰، بیا ۶۰-۴۰، ۷۰-۳۰، او په پای کې بشپړ تسلیمیدل) ... بایډن د دوحې تړون نوي کړ او د طالبانو واکمن کیدو ته یې زمینه برابره کړه.
سپینې ماڼۍ تر اوسه د امریکا د کانګرس د استماعیه غونډې په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو د تېر کال په اپرېل میاشت کې یې د "د هېواد تر ټولو اوږدې جګړې د پای ته رسولو لپاره د امریکا د تګلارو د ارزونې" د پایلو په اړه په ۱۲ پاڼو کې د یو لنډیز په خپرولو سره په افغانستان کې د خپلو کړنو په هکله ډیر کم مسؤلیت په غاړه اخیستی او ټینګار یې کړی چې بایډن د ټرمپ د پریکړو له امله "سخت محدود" شوی و.
د سپینې ماڼۍ په راپور کې راغلي: "له افغانستان څخه د وتلو د څرنګوالي په اړه د ولسمشر بایډن انتخاب د مخکیني ولسمشر [ډونالډ ټرمپ] لخوا د رامینځته شویو شرایطو څخه خورا ډیر اغیزمن شوی و. کله چې بایډن واک ته ورسید، طالبان له ۲۰۰۱ کال په پرتله په خپل قوي دریځ کې وو او نژدې نیم هیواد [افغانستان] یې تر کنټرول و او یا یې ننګولی و."
فورم \ دبحث خونه