د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو د یرغل ۲۳مه کالیزه


د نن څخه څه باندې ۲۳ کاله وړاندې د اکټوبر میاشتې په ۷ مې نیټې د متحده ایالاتو په مشرۍ ائتلافي ځواکونو په افغانستان یرغل وکړ او د طالبانو لومړنی حکومت یې ړنګ کړ.

امریکا وروسته تر هغه په افغانستان بریدونه وکړل چې د ۲۰۰۱ کال د سپټمبر میاشتې په ۱۱ مې نیټې د متحده ایالاتو په څو ښارونو ترهګریز بریدونه وشول.

په همدې ورځ نولسو جهادیانو چې ډیری یې د سعودي عربستان اتباع و په متحده ایالاتو کې څلور الوتکې وتښتولې چې دوه یې د نیویارک په ښار کې نړیوال سوداګریز مرکز سره وجنګیدې.

دریمه الوتکه د ورجنیا په ایالت کې پایتخت واشنګټن ډي سره نږدې د دفاع وزارت یا پنټاګان په ودانۍ ولویده چې دا ودانۍ یې سخته زیانمنه کړله او دریمه یې بیا د پنسلوانیا ایالت د شانکسویل په زراعتي ځمکو کې ولویده.

پدې څلور واړو بریدونو کې ۲۹۷۷ تنه وژل شوي و.

طالبان چې په افغانستان کې د دویم ځل لپاره واک ته رسیدلی، د اکټوبر ۷ مه نیټه "توره ورځ" بولي.

د قطر په پایتخت دوحې کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند د همدې ورځې په مناسبت ویلي چې " افغانستان د یرغلګرو هدیره ده".

د افغانستان په شل کلنې جګړې کې ۲۴۶۱ امریکایي سرتیري وژل او ۲۰۷۴۴ نور یې ټپي شویدي.

د اې پي خبري اژانس ارقامو له مخې پدې جګړې کې ۳۸۴۶ امریکایي قراردادیان هم وژل شویدي.

د همدې خبري اژانس د معلوماتو له مخې پدې مودې کې شاوخوا ۴۸ زره ملکي افغانان هم وژل شوي.

دوه کاله وړاندې، متحدو ایالتونو په افغانستان کې خپله نږدې دوه لسیزې جګړه پای ته ورسوله او وروستی امریکايي سرتېری له شاوخوا شل کلن پوځي حضور وروسته د ۲۰۲۱ کال د اګست په ۳۰مه، له افغانستان څخه ووت او هلته یو ځل بیا واک طالبانو ته د دوحې تړون له مخې ورکړل شو.

د امریکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونو چې په لومړي سر کې یې په افغانستان د برید کولو هدف د القاعده شبکې له منځه وړل و او دا ډاډ ورکول و چې هلته یو ځل بیا دا شبکه ونشي کړی د پټیدو خوندي مرکزونه ولري، خو وروسته د طالبانو سره په جګړې اخته شول او دا جګړه څه باندې شل کاله وغځیده.

امریکایي ځواکونو د القاعده شبکې مخکنی مشر اسامه بن لادن په ۲۰۱۱ کال کې د پاکستان د ایبټ آباد په ښار کې وواژه او بل مشر یې ایمن الظواهري بیا په ۲۰۲۲ کال کې په کابل کې د ډرون الوتکې یو برید کې ووژل شو.

د متحده ایالاتو تازه استخباراتي ارزیابي څرګندوي چې د القاعده شبکه په عملي توګه له پښو لویدلې او د دې توان نلري چې د دې هیواد په خاورې بیا بریدونه وکړي.

سره لدې چې متحده ایالات وایي د القاعده شبکه بیا د برید کولو توان نلري خو تر څنګ یې دا اندیښنه هم څرګنده کړې چې په افغانستان کې د امریکا تر ټولو لویه اندېښنه د داعش د خراسان څانګې شتون او فعالیت دی.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG