د لاس رسي وړ اتصالات

مک کال: له افغانستان څخه د 'جنجالي' وتلو د مسلې تر سپیناوي آرام نه کښینم


د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایک مک کال
د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایک مک کال

د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایک مک کال، په افغانستان باندې د طالبانو د دوه کلنې واکمنۍ د پوره کیدو په مناسبت یو ځل بیا له افغانستانه د امریکايي پوځیانو پر وتلو نیوکه کړې او ددغه کار پړه یې د ولسمشر جوبایډن پر حکومت واچوله.

نوموړي د سه شنبې په ورځ د اګست ۱۵مه (زمري۲۴مه) په یوې اعلامیې کې ویلي، چې له افغانستان څخه د وتلو د پایلو په اړه د "پوځي مشرانو مشورې او د ډپلوماټانو د جدي ګواښونو" له پامه غورځول د دغه "ناورین" لامل شوی دی.

په یادې اعلامیې کې دغه امریکايي قانون جوړونکي ویلي دي چې له افغانستان څخه وتل او د زرو امریکايي اتباعو او همدا راز د سل زره افغان همکارانو پرځای پريښودل، زموږ اخلاقي ځواک کمزوری کړی او دغه کار د روسیې، چین او ایران په څېر دښمنانو زړه ور کړي دي.

خو د امریکا ولسمشر په داسې حال کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د بشپړ ایستلو په اړه د خپلې پرېکړې دفاع کړی او ویلي یې دي، چې دغه پرېکړه یې له ډپلوماتیکو او پوځي چارواکو سره د مشورې او د امریکا د ملي ګټو په پام کې نیولو سره کړې ده. بایډن دا هم ویلي دي چې له افغانستان څخه د پوځيانو د ایستلو عملیات په تاریخ کې ساری نه لري.

خو د امریکا د کانګرس د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر مایک مک کال وايي چې تر هغه به آرام نه کښیني چې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو بهیر روښانه شوی نه وي او د دغو ناکامیو عاملین نه وي معلوم.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو وتل د دوحې د هوکړې پر بنسټ چې د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹مه، د امریکا د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال په قطر کې د امریکا او طالبانو ترمنځ لاسلیک شو.

د دغه تړون له مخې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د وتلو وروستۍ نېټه د ۲۰۲۱ کال د مې لومړۍ نېټه ټاکل شوې وه، خو ولسمشر بایډن د همدې کال په اپریل میاشت کې اعلان وکړ چې امریکايي ځواکونه به د اګست تر پایه له افغانستانه ووځي.

د ولسمشر بایډن ادارې تل استدلال کړی چې دوی د دوحې تړون د ټرمپ ادارې څخه په میراث ور پاته دی،‌ چې یا باید ورته ژمن پاتې شوی وای او یا هم د امریکا د تر ټولو اوږده جګړې میراث یې د متحده ایالاتو کې راتلونکي ولسمشر پرايښی وای.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG