د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: طالبان باید د ترهګرۍ ضد مبارزې کې په خپلو تعهداتو ولاړ وي


امریکایي چارواکي وايي طالبانو باید د القاعده او نورو ترهګرو ډلو د ځپلو په اړه په خپلو تعهداتو ولاړ وي.
امریکایي چارواکي وايي طالبانو باید د القاعده او نورو ترهګرو ډلو د ځپلو په اړه په خپلو تعهداتو ولاړ وي.

د امریکا د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت وايي چې طالبانو په افغانستان کې د ترهګرۍ په ضد مبارزې کې ژمنې کړې او باید په خپلو ژمنو ولاړ وي.

د دغه وزارت ویاند متیو میلر د چهارشنبې په ورځ جنوري څلورمه (مرغومې ۱۴) په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د موجودیت په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «موږ په دوامداره ډول طالبانو ته څرګندوو چې د ترهګرۍ په ضد مبارزې کې یې ژمنه کړې او هیله لرو چې خپلو تعهداتو ته ژمن وي.»

تر دې مخکې د امریکا د ملي امنیت پخواني مشاور جان بولټن له امریکا غږ سره په ځانګړې مرکې کې ویلي‌ وو چې د القاعده ترهګره ډله په افغانستان کې د بیا جوړېدو او انسجام په حال کې ده. بولټن په افغانستان کې د ترهګرۍ د زیاتېدو په اړه د ملګرو ملتونو راپور ته په اشارې وویل چې د دغه حالت وړاندوینه شوې وه.

هغه وویل: «القاعده په ډېرو برخو کې تقریبآ د طالبانو په یوې برخې بدله شوې ده او همدغه راز د بیا جوړېدو په حال کې ده چې یو ځل بیا له افغانستان څخه د باندې له ترهګرو سره راکړه ورکړه وکړي.»

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د تحلیل او ارزونې کمېټې د خپل تېرکال په راپور کې ویلي وو چې ترهګرې ډلې په افغانستان کې د پخوا په پرتله له ډېرې ازادۍ څخه برخمنې دي او په افغانستان او سیمې کې د ترهګرۍ ګواښونه په زیاتېدو دي.

د افغانستان د مخکني حکومت مقاماتو ویل چې د طالبانو تر راتګ مخکې په افغانستان کې ۲۲ ترهګرې ډلې فعالې وې چې د یو شمېر کارپوهانو په وینا د ۲۰۲۱ داګست په میاشت کې د طالبانو له بیا واکمن کېدو وروسته افغانستان د هغوی لپاره د ارام په بستر بدل شوی.

خو د طالبانو حکومت په افغانستان کې د القاعدې او نورو ترهګرو ډلو موجودیت او فعالیت په کلکه ردوي. طالبان همدغه راز وايي چې د دوحې تړون ته ژمن دي.

د دوحې تړون د ۲۰۲۰ د فبرورۍ په ۲۹ د طالبانو او متحدو ایالتونو ترمنځ لاسلیک شو، د تړون په اساس، طالبانو ویلي‌ دي چې له ترهګرو ډلو سره به خپل روابط پرې کوي او هېچاته به اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو په ضد وکاروي.

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر خبرداری ورکړ چې د امریکا پوځ د وضعیت د څارلو او ترهګریزو فعالیتونو ته د ځواب ویلو وړتیا لري. هغه وویل سره له چې امریکا نوره په افغانستان کې موجوده نه ده خو «موږ د ۲۰۲۲ د جولاۍ په میاشت کې د القاعده ډلې د مشر په وژلو سره خپله (وړتیا) وښوده او د امریکا د حفاظت لپاره به ورته اقدامات کوو.»

دا په داسې حال کې ده چې د تېرکال په لومړیو کې د ګډ امنیتي تړون سازمان، چې روسیه یې مشره ده، وویل چې په افغانستان کې د داعش د خراسان ډلې د غړو شمېر ۶۵۰۰ ته رسېدلی او تر ډېره د بدخشان، کندز او تخار په ولایتونو کې ځای په ځای دي.

په همدې حال کې د سپینې ماڼۍ د ملي‌امنیت د شورا ویاند جان کربي هم په یو خبري کنفرانس وویل چې د داعش خراسان ډله تر ډېره په افغانستان کې مېشته ده او په دوامداره ډول افغانانو او سیمې ته خطرونه پېښوي.

پاکستان هم ادعا لري چې د پاکستاني طالبانو د غورځنګ غړي په افغانستان کې دي او له هغه ځای څخه په پاکستان کې د بریدونو تابیا او پلانونه نیسي.

خو طالبانو دا راپورونه رد کړي دي ‌او مشرانو یې په وار وار دا خبره کړې ده چې هیڅ یوې ډلې ته به اجازه ورنکړي چې له افغانستان څخه د نورو په ضد فعالیت وکړي او د داعش په ګډون د ترهګرو ډلو ځپلو ته ژمن دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG