څنی څیړونکي فکر وایي په یوه هراړخیزه سولې باندې موافقه به ډیر کلونه ونیسي.
په واشنګټن کې د ویلسن څیړنیز مرکز مخکښ څیړونکی مایکل کوګلمن وایي جمهور رئیس ډانلدټرمپ پدې کوښښ کې دی چې د افغانستان نه د امریکايي عسکرو په وتلو، خپل ولس او سیاسي پلویان قانع کړي چې ژمنه يي پوره کړې او راتلونکو ټاکنو کې رایه واخلي. کوګلمن وایي د عسکرو وتل به دومره اسانه ځکه نه وي چې طالبان باید لمړی د کابل د حکومت سره مخامخ خبرې وکړي او اوربند اعلان کړي.
د ښاغلي کوګلمن دغه ارزونه دلته لیدلی شئ:
طالبان او د افغانستان حکومت:
په عینی وخت کې طالبان وایي چې د امریکايي اړخ سره په دوه مسلو مصلحت ته رسیدلي چې یو د افغانستان نه د امریکايي عسکرو وتلو نیټه باید معلومه شي او بل طالبان ژمنه کوي چې د افغانستان نه به بل چاته هیڅکله تروریستي تهدید پیښ نشي.
د نیوزویک مجلې خبریال سمیع یوسفزی چې د دوحې خبرې له نژدې څاري او پخپله هم په دوحه کې و، اشناتلویزیون ته وویل چې طالبان د امریکا سره تر موافقو وروسته، د افغان دولت په شمول د افغانستان د ټولو سیاسي او مدني حلقو سره د سولې په پروسې او اوربند خبرې پیلوي. ښاغلی یوسفزی پدې باور دی چې په قطر کې طالبان په تصمیم نیولو کې باصلاحیته دي او د خپلو مشرانو سره په پاکستان او د افغانستان په هلمند ولایت کې د انټرنټ او قاصدانو په ذریعه تماسونه نیسي.
د ښاغلي سمیع یوسفزي پوره مرکه دلته لیدلی شئ:
امریکايي او د طالبانو استازو ویلي چې د روانې مارچ میاشتې په وروستیو یا د اپریل میاشتې په لمړۍ اونۍ کې به په مصلحت شویو مسایلو بیا خبرو ته دوام ورکړي.