د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونو د افغان ماشومانو حقونو پر وړاندې شاوخوا ۱۸۰۰ سرغړونې ثبت کړي


د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتیرش په تیر ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې په وسله والو نښتو کې د ماشومانو د ښکیلتیا او د هغوی د حقونو څخه د سختو سرغړونو خبر ورکړی دی.

دغه راپور، چې د چهارشنبې په ورځ د جولای پنځم ( چنګاښ ۱۴) خپورشوی په کې په نړۍ کې د ماشومانو د ناسم وضعیت په اړه خبرداری ورکړل شوی دی.

په راپور کې د ماشومانو وضعیت د اندیښنې وړبلل شوی او ویل شوي، چې په نړۍ کې د ماشومانو د حقونو پر وړاندې تر ټولو زیاتې تائید شوې سرغړونې د کانګو په جمهوریت،اسرائیل، فلسطین، سومالیه، سوریه، اوکراین، افغانستان او یمن کې ثبت شوي دي.

د ملګروملتونو عمومي منشي د افغانستان په اړه په دې راپور کې ویلي: "ملګرو ملتونو د ۱۷۹۷ تنو ماشومانو (۷۸۳ هلکانو او ۱۸۷ نجونو) او ۱۴ قرباني شویو ماشومانو حقونو پر وړاندې سختې سرغړونې تائید کړي دي. ددې سربیره ملګرو ملتونو په ۲۰۲۲ کال کې د طالبانو له خوا د ۴۹۴ هلکانو د ګمارلو او ورڅخه د استفادې په اړه سرغړونې چې په تیرو کلنو کې ترسره شوې وې په ۲۰۲۲ کال کې هم تائیدې کړي دي".

ددې راپور په اساس طالبانو په ۲۰۲۲ کال کې په مجموعي ډول ۶۹ هلکان د طالبانو د حکومت د مخالفې جبهې "ملي مقاومت جبهې ) سره د اړیکو په لرلو نیولي، چې ددغې ډلې ۲۹ تنه یې خوشې شوي او دوو تنو نیول شوو ماشومانو په توقیف ځایونو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي، چې تیرکال ۵۳ هلکان او یوه نجلۍ جذب شوي او په کړکیچ کې ورڅخه کار اخیستل شوی دی، چې ددې ډلې ۲۲ تنو یې په جګړه کې د ملاتړ برابرونکو په توګه برخه لرله.

دا راپور ښيي، چې د ۳۸ ماشومانو څخه، چې ورڅخه استفاده شوې، ۱۵ یې د مقاومت په ملي جبهه کې او د یو تن ماشوم څخه د نامعلومو عاملانو له خوا په جګړه کې د کار اخیستل تائید شوي دي.

ملګرو ملتونو د ۹۰۹ ماشومانو ( ۷۳۲ هلکانو او ۱۷۷ نجونو) مړینه او معلولیدل تائید کړي دي. ددغه شمیر څخه ۲۵۳ تنه یې وژل شوي او ۶۵۴ نور معلول شوي دي.

دغه راپور کې ویل شوي، چې د ۹۰۹ وژل شویو او معلول شویو ماشومانو له ډلې ۶۹۴ ماشومان د ناڅرګندو عاملینو له خوا، ۱۱۲ تنه د داعش له خوا ۹۸ تنه د طالبانو له خوا او پنځه تنه د پاکستان له خوا افغانستان سره د سرحد په اوږدو کې د درنو وسلو په ډزو کې ورته زیان رسیدلی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي، چې په دې ډله کې ۲۶ ماشومان په هدفي بریدونو کې وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتیرش په دغه راپور کې ویلي، چې دغې ادارې تیر ۲۰۲۲ کال کې په افغانستان کې د ماشومانو پر وړاندې د جنسي تیري ۱۳ پیښې، چې ۱۱ نجونې او دوه یې هلکان و، هم ثبت کړي دي.

په دې قضیو کې نهه یې د تاوتریخوالي او جنسي تیري، درې قضیې د جبري ودونو او یوه قضیه د بجه بازۍ وه.

ددې راپور له مخې د جنسي تیري اوه عاملان د طالبانو غړي ښودل شوي، پنځه د ناڅرګندو عاملانو او په یوه قیضه کې یو پخوانی نظامي ګرم بلل شوی دی.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي: "ملګروملتو پر ښونځیو ۷۲ بریدونه او پر روغتونونو باندې ۲۳ بریدونه تائید کړي دي. پر ښوونځیو او روغتونونو باندې په بریدونو کې طالبانو ته د ۷۷ بریدونو نسبت ورکړل شوی، د ۱۴ بریدونو عاملان څرګند نه دي او د څلورو بریدونو مسولیت د داعش په غاړه اچول شوی دی.

د طالبانو د حکومت په ګډون په افغانستان کې ښکیلو غاړو د ملګرو ملتونو دغه راپور ته لا تراوسه غبرګون نه دی ښودلی.

خو طالبانو تیرکال په دې مسله د ملګرو ملتونو راپور ته په غبرګون کې ادعا کړې وه، چې ماشومان یې له خپلو لیکو ایستلي دي.

د طالبانو د حکومت د امر به معروف و نهی از منکر وزارت دغې ډلې ته په سپارښتنه کې ویلي و، چې ماشومان او تنکي ځوانان دې له خپلو لیکو وباسي

XS
SM
MD
LG