د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه: په غزه کې د خوندي سیمو جوړول نا ممکن دي


په داسې حال کې چې په غزې کې د اسرائیل بمبارۍ روانې دي، ملګرو ملتونو خبرداری ورکړ چې په غزې کې د ولسي خلکو لپاره د خوندي سیمو (زونونو) جوړول ناممکن دي.

اسرائیل د جګړې په لومړیو ورځو کې د غزې په شمال باندې عملیات کول، خو اوس یې د غزې په جنوب باندې هم ځینې بریدونه پيل کړي او د فلسطین ملکي خلکو ته یې ویلي دي چې سیمې پرېږدي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي صندوق ویاند جیمز یلدر له مصر څخه د ویدیو کنفرانس له لارې په جینوا کې خبریالانو ته وویل چې د خوندي سیمو «جوړول معقول کار نه دی، امکان نه لري او زه فکر کوم چې مقامات په دې اړه خبر» دي.

نړیوالو مرسته رسوونکو ادارو خبرداری ورکړی دی چې په غزې کې ولسي خلک هېڅ ځای نه لري چې ورته پناه یوسي او وتښتي.

یلدر ټېنګار وکړ چې «که د اسرائيل له لوري د خوندي سیمو په اړه یو طرفه اعلان کېږي، دا نه خوندي دي او نه هم بشري» دي او دا تصور چې یو ځای به خوندي وي، چې خلک ورته وتښتي، یو بې «احساسه» خبره ده.

نوموړي وویل چې په معیاري خوندي زون کې «د خوراک، څښاک، صحت او سرپناه» ضمانت کېدای شي، خو په خبره یې په هغو سیمو کې چې د خوندي ځایونو په توګه اعلان شوي، «نه اوبه شته، نه امکانات شته، نه سرپناه شته او نه هم د ژمي او باران په مقابل کې صحي خدمات» شته.

د ماشومانو د وجهي صندوق ویاند شاوخوا یوه اوونۍ په غزې کې تېره کړې ده.

جیمز یلدر دا خبره هم وکړه چې بې ځایه شوي خلک په سرپناو کې له حده زیات دي او د هرو ۴۰۰ کسانو په سر یو تشناب/کمود لري او «د اوبو، صحي امکاناتو او سرپناه پرته دا خطر شته چې دا سیمې د ناروغیو په سیمو بدلې» شي.

اسرائیل په غزې کې له اووه ورځني اوربند وروسته بېرته پوځي عملیات پیل کړي دي. حماس د اکتوبر په اوومې نېټه په اسرائیل باندې بریدونه وکړل، اسرائیل مقامات وايي چې به دغو بریدونو کې ۱۲۰۰ تنه ووژل شول او ۲۴۰ نور یرغمل ونیول شول. اسرائیل په ځوابي بریدونو کې تر دې دمه، په غزې کې د صحي مقاماتو په وینا ۱۵۹۰۰ کسان وژلي دي چې اکثریت یې ولسي خلک دي. خپلواکو منابعو دا ارقام تائید کړي نه دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG