د لاس رسي وړ اتصالات

ملګري ملتونه نړیوالو ته: تښتېدونکو اوکراینیانو ته پناه ورکړئ


د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۴ (کب ۵) وویل چې د روسیې د برید وروسته په اوکراین کې حالات په بیړه په خرابیدو دي او د اوکراین له ګاونډیو هیوادونو څخه یې وغوښتل هغو اوکراینیانو ته خپل سرحدونه پرانیزي چې له هېواد څخه تښتي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو د سازمان عالي کمیشنر فلیپو ګراندي په یوه اعلامیه کې ویلي «مونږ همدا اوس د مرګ ژوبلې په اړه رپوټونه لیدلي او خلکو له خپلو کورونو څخه امن ځایونو ته تیښته پیل کړې ده.»

د ملګرو ملتونو د ګډوالو ادارې ویلي چې خپل عملیات یې پراخ کړي او د اوکرایني مقاماتو سره کار کوي چې پراخې بشري مرستي وکړي.

دغه اداره وایي همداشان د ګاونډیو هیوادونو له حکومتونو سره بوخته ده او «پر هغوی غږ کوي چې د هغو [اوکراینیانو] پر مخ خپل سرحدونه پرانیزي چې د امن او پناه په لټه کې دي.»

د ګاونډیو هیوادونو تیاری

د مرکزي اروپا هیوادونو د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۴ د روسیې د یرغل په نتیجه کې د اوکرایني مهاجرو ورتګ ته تیاری پیل کړی دی.

پولنډ د اوکراین سره په پوله د مهاجرو د منلو مرکزونه جوړ کړي او هنګري او سلواکیا د پناه غوښتونکو د یرغل د مدیریت لپاره د ځواکونو د استولو په پروګرام کار کوي.

د پولنډ د روغتیا وړزارت وایي ددژ هیواد روغتونونه د اوکرایني ټپیانو درملنې ته تیار دي. دې وزارت ویلي: "مونږ به هر هغه څه وکړو چې ډاډمن شو هر هغه کس چې د پولنډ خاورې ته ننوځي روغتیایي پاملرنې او ددې جملې څخه په روغتونونو کې بستري کیدو ته لاسرسی ولري. "

سلواکیا هم اعلان کړی چې د پناه غوښتونکو سره مرستې ته تیاره ده.

د سلږاکیا صدراعظم ادوارد هیګر، وویل: "مونږ په ډاډ سره وړاندوینه کوو چې د روسیې تجاوز به زیات شمیر اوکرایني سړي او ښځې د خپل هیواد څخه وتلو ته اړ کړي. راځئ چې هغوی سره خواخوږی او درک ولرو."

پدې ترڅ کې د بریتانیا صدراعظم بوریس جانسن نن د پنجشنبې په ورځ فبرورۍ ۲۴ ویلي چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو «دیکتاتور» دی چې پر اوکراین باندې د برید په خاطر د لویدیځ له لورې د «پراخو» بندیزونو سره مخامخ دی.

ښاغلي جانسن د اوکراین له ولسمشر ولادیمر زیلینسکي سره د ټلیفوني خبرو وروسته د بریتانیا ولس ته په تلویزیوني وینا کې اوکراین ته د بریتانیا د دوامداره مرستې ډاډ ورکړ.

ښاغلي جانسن د جي۷ هیوادونو د بیړنۍ آنلاین سرمشریزې په درشل کې وویل چې لویدیځ «به په پراخو اقتصادي بندیزونو موافقه وکړي چې د روسیې اقتصاد مات ګوډ کړي.»

هغه زیاته کړه چې ددې کار لپاره «مونږ باید په ډله ییزه توګه د روسیې په تیلو او ګازو باندې خپله تکیه بس کړو چې د ډیرې اوږدې مودې راهیسې یې پوتین ته د لویدیځو پالیسو د مهارولو موقع ورکړې ده.»

XS
SM
MD
LG