د لاس رسي وړ اتصالات

په کریمیا د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې برید د 'مهماتو ډیپو ویجاړ' کړی - مقامات 


هغه یوازینی پول چې کریمیا له روسیې سره نښلوي
هغه یوازینی پول چې کریمیا له روسیې سره نښلوي

په کریمیا ټاپووزمي کې د مسکو له لورې ټاکل شوی مشر د شنبې په ورځ جولای۲۲ (چنګاښ ۳۱) وویل، د اوکراین د بې پیلوټه الوتکې برید د مهماتو د ډیپو د "چاودنې" لامل شوی، د برید د ساحې له پنځه کیلومترۍ څخه خلک ایستل شوي او د اورګاډي د تګ راتګ د بندیدو امر یې کړی دی.

دا برید پنځه ورځې وروسته له هغه شوی چې یوازینی پول چې کریمیا له روسیې سره نښلوي، په نښه شو او په برید کې دوه کسان ووژل شول.

د کریمیا، ټاپووزمی چې په ۲۰۱۴ کال کې مسکو له خپلې خاورې سره یو ځای کړ، پر اوکراین د روسیې د یرغل په اوږدو کې تل په نښه شوې، خو په وروستیو اونیو کې پرې بریدونه نور هم زیات شوي دي.

د کریمیا مشر سرګي اکسیونوف په ټیلیګرام کې لیکلي چې: "د دښمن د بې پیلوټه الوتکې په پایله کې په کراسنوګواردیسکي ولسوالۍ کې د مهماتو په یو ډیپو کې چاودنه وشوه." هغه زیاته کړه چې، "د ساحې په پنځه کیلومترۍ کې د خلکو د ایستلو پریکړه وشوه."

هغه په ډاګه نه کړه چې په مشخصه توګه کوم ځای ویشتل شوي، خو وایي یوازې د کراسنوګوارډیسکي په ولسوالۍ برید شوی چې د تور سمندرګي د ټاپووزمې په مرکز کې دننه موقعیت لري.

اکسیونوف دا هم وویل چې، "د خطرونو کمولو لپاره، دا پریکړه هم وشوه چې د کریمیا د ریل پټلۍ ټرافيک ودرول شي."

د کریمیا مقاماتو وروسته وویل چې دوه ریل ګاډي چې له مسکو څخه د کریمیا اصلي ښار سمفیروپول ته روان وو او یو بل مخالف لوري ته حرکت کاوه، ودرول شول.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي د جمعې په ورځ جولای ۲۱، د اسپین امنیتي غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د روسیې د کریمیا پل باید "شنډ" کړای شي.

هغه وویل، دغه پل چې په ۲۰۱۸ کال کې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له خوا پرانستل شو، "کریمیا ټاپووزمې ته مهمات رسوي."

کییف دا پل د "دښمن څیز" په توګه ګڼي چې د نړیوالو قوانینو څخه په سرغړونې جوړ شوی دی.

زیلینسکي د دې پوښتنې په ځواب کې چې ایا کییف غواړي په خپل ځوابي برید کې کریمیا بیرته ونیسي، وویل: "هدف دا دی چې ټوله کریمیا بیرته ترلاسه شي، ځکه چې دا زموږ خپلواک دولت او زموږ خپلواکه خاوره او زمونږ د دولت یوه نه بېلېدونکې برخه ده."

XS
SM
MD
LG