د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د ناټو دوه سرتېري وژل شوي


امریکايي سرتېري
امریکايي سرتېري

په افغانستان کې مېشت د ناټو ځواکونه وايي چې د دوی دوه سرتیري د دندې پر مهال وژل شوي دي.

د قاطع ماموریت د ملاتړ په یوې اعلامیې کې ویل شوي دي چې په دغو سرتېرو کې یې یو د امریکا او بل یې د رومانیا دي.

په اعلامیې کې د پېښې دقیق ځای او علت لا معلوم نه دی ا د وژل شویو سرتېرو نومونه اعلان شوي دي. خو اسوشیتدپرس وايي چې دا سرتېري د کابل په ځانمرګي برید کې وژل شوي. پېښه د پنجشنبې په ورځ (سپتمبر۶) وژل شوي دي.

د کابل په ځانمرګي برید کې د افغان چارواکو په وینا لس ملکي افغانان هم وژل شوي او یو شمېر نور ژوبل دي.

دا بهرني عسکر داسې مهال وژل کیږي چې شاوخوا دوه اونۍ مخکې په یوې بلې پېښې کې دوه امریکایي عسکر وژل شوي وو. تر دې مخکې د کندهار د شاه ولي کوټ په ولسوالۍ کې هم په یو برید کې دوه امریکایي سرتېري وژل شوي وو.

په دې سره په روان کال کې په افغانستان کې د امریکا د وژل شویو سرتېرو شمېر ۱۵ ته ورسېد.

امريکايي سرتیرو ته دا تلفات داسې مهال اوړي چې امریکا له طالبانو سره د سولې د موافقې لاسلیک کولو ته نږدې شوې ده. په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۰۰۰ امریکايي سرتیري دیره دي چې افغان ځواکونه روزي، تجهیزوي یې او سلا مشورې ورکوي.

په تېرو څه باندې ۱۵ کلونو کې په افغانستان کې یوازې د امریکا شاوخوا ۲۴۰۰ سرتيري وژل شوي او زرګونه نور ژوبل شوي دي. د ناټو د نورو غړو هېوادونو سرتېري هم د ترهګرۍ پر ضد دغې روانې جګړې کې وژل شوي او ژوبل شوي دي.

XS
SM
MD
LG