د لاس رسي وړ اتصالات

تورخم لار د درییمې ورځې لپاره هم تړلې ده؛ طالب چارواکي یې د ژر پرانیستلو تمه لري


د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم په سرحد کې د چهارشنبې د ورځې د لنډې جګړې وروسته نن جمعه سپټمبر ۸ (وږې۱۷) د درییمې ورځې لپاره هم دا لار د هر ډول تګ راتګ لپاره تړلې وه.

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د تورخم د سرحدي لارې د پرانیستلو لپاره د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ خبرې روانې دي خو تر دا مهاله لار د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې ده.

دغه ریاست ویلي دي: "تورخم دروازه درېيمه ورځ هم د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړلې ده، هېوادوالو هيله کيږي، چې تورخم ته له سفر کولو څخه ډډه وکړي. د ستونزې حل په موخه دواړو لورو ترمنځ خبرې روانې دي، إن شاء الله ډیره ژر به حل شي".

د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تورخم په سرحد کې د چهارشنبې د ورځې د جګړې وروسته د تورخم سرحد هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوی دی.

د تورخم په سرحدي سیمه کې ځینو سرچینو امریکا غږ ته وویل، چې د سرحد په دواړو خواو کې د طالبانو او پاکستان امنیتي ځواکونه د تیارسئ په حال کې دي او په مرچلو کې ناست دي.

دغو سرچینو وویل، چې د لارې د بندیدو له امله د سرحد دواړو خواو ته د سلګونو مسافرو سربیره په سبو او ترکارۍ او تازه میوو بار لارۍ بندې پاتې او د لارې د پرانیستلو انتظار وباسي. ځینو سیمه ییزو رسنیو د خبر له مخې د تورخم د سرحد هغې غاړې ته په بندو پاتې شویو افغانانو کې داسې کورنۍ هم شته، چې افغانستان ته د یو ماشوم د جسد د انتقالولو لپاره د تیرو دریو ورځو راهیسې د سرحد پرانیستلو ته شیبې شماري.

د سرحد دواړو خواو ته په سبو او ترکارۍ او تازه میوو بار په سلګونو لارۍ د سرحد یوې خوا او بلې خوا د دریو ورځو راهیسې ولاړې دي.

د رویټرز خبري اژانس د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنعت د ګډې خونې د رئیس ضیاالحق سرحدي له قوله ویلي، چې په سبزیو او تازه میوو او نورو سوداګریزو توکو بار په سلګونو لارۍ د لارې د بندیدو له امله د سرحد دواړو خواو ته ولاړې دي.

هغه ویلي، چې د سرحد د بندیدو له امله سوداګرو ته زښت زیات زیان رسیدلی او د تورخم څخه نیولې د کراچۍ د جنوبي برخو پورې سوداګري یې زیانمنه کړې ده.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې د خونې چارواکي هم وايي، چې دا لار په داسې مهال بنده شوې، چې د یوې خوا افغان سوداګر تازه میوه او ترکاري پاکستان او د پاکستان له لارې هند ته انتقالوي او د بلې خوا پاکستاني سوداګر تازه میوه، ترکاري او سوداګریز توکي افغانستان او د افغانستان له لارې د منځنۍ اسیا هیوادونو ته انتقالوي.

د چهارشنبې د ورځې د جګړې د پیښیدو په اړه یوې سرچینې د نوم د نه ښودلو په شرط امریکا غږ ته ویلي چې د طالبانو امنیتي ساتوونکو د تورخم سرحد سره نږدې د قاچاقي مالونو د لیږد د یوې لارې په سر کې چې د قچرو په لار یې شهرت موندلی دی د یوې امنیتي پوستې د جوړولو هڅه کوله، چې د پاکستان د سرحدي ځواکونو له خوا یې مخالفت وشو او په دغه سیمه کې د دواړو خواو ترمنځ د جګړې سبب شو.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع د ایکس په ټولنیزه شبکه کې په خپله پاڼه لیکلي چې نښته د پاکستاني پوځیانو له خوا د طالبانو په سرحدي ځواکونو د لومړيو ډزو په پايله کې رامنځته شوې، چې د طالبانو ځواکونو د پاکستان بريد ته ځوابي غبرګون ښودلی او د نښتې سبب شوی دی.

ښاغلي قانع لیکلي: "د دواړو لوريو مسولین له دې نښتې خبر دي او هڅه کيږي چې ددې نښتې عوامل او په راتلونکي کې د داسې پيښو د تکرار مخنيوی وکړي".

تراوسه نه پاکستان او نه هم د طالبانو حکومت په دغو نښتو کې د سر د پیښ شوي زیان په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

خو په سیمه کې سرچینو امریکا غږ ته ویلي، چې د چهارشنبې د ورځې په نښتو کې دواړو خواو ته تلفات رسیدلي دي.

دغو سرچینو وویل، چې په دغو نښتو کې دوه طالب ساتوونکي وژل شوي او تر ۱۲ پورې ملکي کسان ټپیان شوي دي.

خو د طالبانو سرحدي چارواکو په دغه نښته کې د افغانستان په اړخ کې پیښ شوي تلفات نه دي تائید کړي. د پاکستان سرحدي ځواکونو هم په دې جګړه کې د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي.

د تورخم دواړو غاړو ته په سوداګریزو مالونو بار لاړۍ بندې پاتې دي.
د تورخم دواړو غاړو ته په سوداګریزو مالونو بار لاړۍ بندې پاتې دي.

په سوداګریزو مالونو بار لارۍ د تورخم دوازې دواړو غاړو ته بندې پاتې دي.

د مال وړونکو لاریو موټروانان وايي، شپه او ورځ یې دلته د سړک پر غاړه بې خوراک څښاکه تېرېږي او د تورخم دروازې خلاصېدو ته په تمه دي. دغه موټروانان وايي، دوی تل د دواړو هیوادونو ترمنځ ددغه ډول نښتو قربانیان وي او په شپو – شپو همداسې منتظر پراته وي.

افغان موټر چلوونکی حبیب الرحمان وايي: "د پاکستان او افغانستان دا مسئلې چې راشي موږ په دې قطارونو کې ولاړ یو، نه اوبه شته، نه ډوډۍ شته، یو شی هم نشته. جامې مو دغه رقم خیرنې وي، او د هیڅ یو شي سهولت موږ ته نشته. د شپې د غلو نه وېرېږو، چې څه رانه یونه سي. اکثره چې د دوی ترمنځ لانجې مانجې راځي،‌ تکلیف یې ټول موږ ته وي."

د مومند درې اوسېدونکی موټر چلوونکی جان رحمان وايي: "موږ له دواړو حکومتونو نه دا غواړو چې موږ ته لږ اسانتیاوي جوړي کړي او مشکلات کم کړي. موږ ته د کلینر اجازه راکړي، په لاره کې راته مشکلات ختم کړي،‌ او دواړه حکومتونه سره موافقې ته ورسېږي، روغه جوړه سره وکړي او دا جګړې مګړې نورې ختمي شي.‌"

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG