د لاس رسي وړ اتصالات

بریتانیا: غزې کې له اوربند وروسته کولای شو فلسطیني دولت په رسمیت وپېژنو


د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کامرون
د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کامرون

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډیویډ کامرون د پنجشنبې په ورځ فبروري لومړۍ (سلواغه۱۲) وویل چې هېواد یې د اسرائيل او فلسطینیانو ترمنځ د مذاکراتو پایلو ته له انتظار کولو پرته، کولای شي فلسطیني دولت په رسمیت پېژني.

اټکل کېږي چې د اسرائيل او فلسطینیانو ترمنځ مذاکرات به کلونه کلونه ونیسي.

کامرون لبنان ته د خپل سفر په مهال اسوشیتډپرس ته وویل که «حماس په غزې کې پاتې وي، فلسطیني دولت په رسمیت نه پېژندل» کېږي.

هغه وویل چې د حماس مشران باید له غزې څخه ووځي چې د دوو دولتونو حل لاره عملي شي، کامرون زیاته کړه که په اسرائیل باندې د اکتوبر د اوومې نېټې د بریدونو مسئولین په غزې باندې کنترول ولري، دا کار نه شي کېدای.

حماس ویلي دي چې د اسرائیل سره د تړون د یوې برخې په توګه به یې مشران له غزې څخه ونه وځي.

د برتیانیا د بهرنیو چارو وزیر وویل: «لومړی ګام باید په غزې کې د جګړې بندېدل وي چې یو دایمي‌ او پایدار اوربند ته لاره پرانیزي.»

نوموړي وویل چې د یو فلسطیني دولت په رسمیت پېژندل به د مذاکراتو په پیل کې ونه شي، خو لازمي هم نه ده چې د مذاکراتو په اخره کې دا کار وشي.

د اسرائیل صدراعظم د فلسطیني دولت له جوړېدو سره کلک مخالفت څرګند کړی دی.

امریکا، بریتانیا او متحدین یې د فلسطیني دولت د جوړېدو ننګه کوي او د اسرائیل د ځینو عمده ایتلافیانو له لوري د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندل به اسرائیل منزوي کړي او تر فشار لاندې به ونیسي چې مذاکراتو ته کیني.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG