د لاس رسي وړ اتصالات

غزې کې د اوربند هلې ځلې ؛ د اروپا د بهرنیو چارو وزیران د اسرائیل او فلسطین سیالانو سره ګوري


ټاکل شوې چې د اروپایي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیران دوشنبه جنوري ۲۲ مه (سلواغې دویمه) پداسې حال کې د اسرائیل او فلسطین د بهرنیو چارو وزیرانو سره وګوري چې د اسرائیل صدراعظم بنیامین نیتن یاهو د دوه بیلو دولتونو حل لاره رد کړیده.

د دې اتحادیې د بهرنیو چارو ۲۷ وزیران به لومړی د اسرائیل د بهرنیو چارو وزیر اسرائیل کاتز سره وګوري او بله جلا غونډه به یې د فلسطین د بهرنیو چارو وزیر ریاض المالکي سره وي.

تمه نه کیږي چې ښاغلی کاتز او ښاغلی المالکي به د یو بل سره وګوري.

د مصر، اردن او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیران به هم د اروپایي اتحادیې جګپوړو دیپلوماتانو سره وګوري.

اروپایي اتحادیه په غزې کې د شخړې په هکله یو شان دریځ نه لرلو له کبله د ستونزو سره مخ ده. جرمني او یو شمیر نور هیوادونه چې اسرائیل ټینګ ملاتړي دي په غزې کې یې په سمدستي توګه اوربند کیدو سره مخالفت ښودلی خو هسپانیې او آیرلینډ بیا د اوربند غوښتنه کړې.

د دې اتحادیې چارواکي همدرانګه د جګړې پای ته رسیدو وروسته په غزې کې د اسرائیل اوږدمهاله قبضه نغواړوي ؛ دوي د حماس واکمني ختمیدل او د فلسطین ادارې نقش لرل غواړي.

دا اتحادیه او متحده ایالات پدې ګمان دي چې په منځني ختیځ کې د تل پاتې سولې لپاره د یو فلسطیني دولت جوړیدل یوزاینۍ لار ده.


د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوسیپ بوریل د همدې تیرې جمعې په ورځ په اسرائیل تور پورې کړ چې حماس یې پدې خاطر رامنځته کړ او مالي مرسته یې ورسره وکړه چې په راتلونکي کې د یو فلسطیني دولت جوړیدل امکانات کمزوری کړي.

ښاغلي بوریل همدرانګه ټینګار وکړ چې په سیمې کې د تل پاتې سولې لپاره یوازینۍ حل لار د دوه بیلو دولتونو جوړیدل دي چې د بهر څخه باید وتپل شي.

خو ددې ټولو غوښتنو سره سره، د اسرائیل ښي اړخی صدراعظم بنیامین نیتن یاهو د خودمختاره فلسطین لپاره آن د متحده ایالاتو د جمهور رئیس جوبایډن غوښتنه رد کړې او ټینګار کوي چې د جګړې پای ته رسیدو ورسته باید د غزې بشپړ کنټرول د اسرائیل سره وي.

د اروپایي اتحادیې یو جګپوړي چارواکي بیا ویلي چې د دوشنبې ورځې د ملاقاتونو څخه د کوم بري توقع نه کیږي خو زیاتوي چې د دې ملاقاتونو هدف دا دی چې د فلسطین، اسرائیل او عربي اړخونو نظرونه واوریدل شي او دا معلومه شي چې څوک څه غواړي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG