د لاس رسي وړ اتصالات

د جرمني په پارلماني انتخاباتو کې کوم ګوند مخکې دی؟


د جرمني په ملي پارلماني انتخاباتو کې د صدراعظمې انګلا مرکل د مرکزي ښي اړخي مسیحي دیموکراتیک اتحاد ګوند او کیڼ اړخي سوسیال دیموکراتیک ګوند د کاندیدانو تر منځ سیالي ډیره نږدې روانه ده.

د مسیحي دیموکراتیک اتحاد ګوند کاندیده، د مالیې وزیره او د صدراعظم مرستیاله اولاف شولز ده او د مسیحي دیموکراتیک ګوند کاندید ایالتي ګورنر آرمن لاشیت دی.

پدې دواړو کې به یو یې د انګلا مرکل ځای ناستی او د اروپایي ټولنې تر ټولو د ستر ملي اقتصاد لرونکي هیواد مشر یا مشره ټاکل کیږي. میرمن مرکل ۱۶ کاله کیده چې د جرمني صدراعظمه وه او دا ځل یې پریکړه کړې چې صدراعظمۍ ته نه دریږي.

د نظر معلومولو په ځینو سرویګانو کې ښودل شوې چې دواړو ګوندونو د رای ورکونکو تر منځ په مساوي توګه ۲۵ په سلو کې ملاتړ درلود خو د ZDF تلویزوني شبکې په سروې کې بیا معلومه شوې چې د سوسیال دیموکراتیک ګوند ۲۶ اود مسیحې دیموکراتیک ګوند ۲۴ په سلو کې ملاتړي درلول.

پدې دواړو سرویګانو کې معلومه شوې چې د زرغون ګوند کاندیدې آنا لینا بایرباک چې د چاپیریال ساتنې لپاره مبارزه کوي، ۱۵ په سلو کې ملاتړي درلودل.

خو هغوي چې په جرمني کې انتخابت څاري وایي چې ښایي د انتخاباتو نه وروسته به ائتلافي حکومت جوړ شي او میرمن مرکل به د څو اوونیو لپاره د جرمني صدراعظمه وي.

ویل کیږي چې هیڅ ګوند به ښایي پدې انتخاباتو کې د پارلماني څوکیو اکثریت ونه ګټي.

د جرمني صدراعظمې انګلا مرکل پدې انتخاباتو کې د هیڅ یو کاندید پوخ ملاتړ ندی کړی خو د شنبې په ورځ یې د خپل ګوند د کاندید په یوې انتخاباتې غونډې کې برخه واخیسته.

XS
SM
MD
LG