د لاس رسي وړ اتصالات

د جنوبي اسیا درې پر څلورمه برخه ماشومان له سختې ګرمۍ سره مخامخ دي- ملګري ملتونه


د ملګرو ملتونو سازمان خبرداری ورکړی چې په جنوبي اسیا کې درې پر څلورمه برخه ماشومان له خطرناکې سختې ګرمۍ سره په داسې حال کې مخامخ دي چې په نړۍ کې د اقلیم د بدلون اغیزې پراخیږي.

دغه سازمان د دوشنبې په ورځ اګست اوومه (زمری ۱۶) وویل چې په جنوبي اسیا کې شاوخوا ۷۶ سلنه ماشومان چې شمېر یې۴۶۰ میلیونو ته رسیږي، له سختې ګرمۍ سره مخامخ دي، که څه هم د نړۍ په نورو برخو کې یوازې درېیمه برخه ماشومان سخته ګرمي ګالي.

د جنوبي اسیا لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو د وجهي‌صندوق (یونیسف) رئیس سنجی ویجیسیکرا وویل: "په نړۍ کې د هوا له ډیرې ګرمېدو سره، معلومات په روښانه توګه ښیي چې په جنوبي اسیا کې د تودوخې څپو د میلیونونو ماشومانو ژوند او هوساینه له ګواښ سره مخامخ کړې ده."

ملګري ملتونه خبرداری ورکوي چې په افغانستان، بنګله دیش، هند، مالدیپ او پاکستان کې کې ماشومان د اقلیم د بدلون د اغیزو له "خورا لوړ خطر" سره مخ دي، چې د کال په لږ تر لږه ۸۳ ورځو کې تودوخه له ۳۵ درجې سانتي ګراد څخه زیاتیږي.

ویجیسیکرا زیاته کړه: "ماشومان تودوخه نشي زغملی. که چیرې موږ اوس عمل ونه کړو، دا ماشومان به په راتلونکو کلونو کې د ګرمۍ د پرله پسې او سختو څپو زغملو ته دوام ورکړي."

د ۱۸۰۰ سلیزې له وروستیو راهیسې نړیواله تودوخه شاوخوا ۱.۲ درجې سانتي ګراد لوړه شوې. ددې لامل په نړۍ کې د فوسیلي سونګ موادو سوځول ښودل شوي چې ورسره د تودوخې څپې زورورې شوي او وخت په وخت د نړۍ په بیلا بیلو برخو کې د شدیدو طوفانونو او سیلابونو لامل هم کیږي.

جولای د نړۍ په کچه تر ټولو ګرمه میاشت ښودل شوې چې د تودوخې شدت یې د اروپا، اسیا او شمالي امریکا په ځینو برخو کې په میلیونونو خلک اغیزمن کړي دي.

ساینس پوهان وايي په نړۍ کې د زیاتېدونکې تودوخې له اغیزو سره د مطابقت دپاره باید لارې چارې وموندل شي او په راتلونکي کې د اقلیمي اغیزو د لا پراخېدو دپاره په کار ده چې د کاربن د کمولو په واسطه د چاپېریال ککړتیا په زیاته اندازه راکمه شي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG