د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د 'بې سارې' ګرمۍ له امله دوه ورځې عمومي رخصتي اعلان کړه


ایران د سه شنبې په ورځ، اګست لومړی (زمري ۱۰) د سختې ګرمۍ له کبله په ټول هیواد کې دوه ورځې رخصتي اعلان کړه.

د ایران د دولتي رسنیو د راپورونو په اساس، دا پریکړه وروسته له هغه وشوه چې د هوا پیژندنې ادارو وړاندوینه وکړه چې په ډیری ښارونو کې د تودوخې درجه ۴۰ سانتي ګراد او د دغه هېواد په جنوب لویدیځ کې نږدې ۵۰ سانتي ګراد ته رسيږي.

د ایرنا رسمي خبري اژانس د حکومت د ویاند علي بهادري جهرمي له قوله ویلي: "کابینې د روغتیا وزارت د وړاندیز سره موافقه وکړه چې د عامې روغتیا د ساتنې لپاره په ټول هیواد کې چهارشنبې او پنجشنبې عمومي رخصتي اعلان کړي."

نوموړي ویلي چې دا پریکړه په هیواد کې د "بې ساري تودوخې" له امله شوې ده.

د ایران د عامې روغتیا وزارت له خلکو غوښتي چې د سهار له لسو بجو څخه د ماسپښین تر څلورو بجو پورې له لمر څخه ځانونه لیرې وساتي او په خپلو کورونو کې پاتې شي.

د وزارت ویاند پدرام پاکین په وروستیو ورځو کې د شدیدې ګرمۍ له کبله د ناروغیو زیاتوالی "د اندېښنې وړ" بللی دی.

د جون په میاشت کې، ایران د دولتي مامورینو دپاره د اوړي موسم کاري ساعتونه بدل کړل. د ورځې په ګرمو ساعتونو کې د بریښنا د سپما په خاطر مامورین سهار وختي کار پیلوي.

د سیستان بلوچستان ایالت د تودوخې له امله تر ټولو سخت ځپل شوی دی.

تسنیم خبري اژانس ویلي، دغه سیمه له اوږدې مودې راهیسې د اوبو له سخت کمښت سره مخ ده. له افغانستان څخه دغه سیمې ته په بهېدونکي سیند کې د اوبو د کچې کمېدو د دوشنبې په ورځ د ځايي خلکو اعتراضونه وپارول.

ایرنا ویلي، په دې وروستیو ورځو کې د شدیدې ګرمۍ له کبله شاوخوا ۱۰۰۰ کسان په روغتون کې بستري شوي دي.

ایران چې څه دپاسه ۸۵ میلیونه نفوس لري، د هغو هیوادونو په کتار کې دی چې د اقلیم د بدلون او د نړۍ د تودوخې د لوړیدو له امله ډیر زیانمن بلل کیږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG