په فلیپین کې زرګونو کسانو د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۱۶ (تله ۲۴) مظاهرې وکړې او په غزې د اسرائیل بمبارۍ او بریدونه یې وغندل.
مظاهره کوونکو د فلسطینیانو بیرغونه لېږدول او په مخونو یې هم د فلسطین بیرغ رسم کړی و.
دوی د اسرائیل په بریدونو کې د وژل شویو فلسطینیانو روح ته دوعاوې وکړې او ځینو یې د دوعا په وخت کې ژړل.
د مظاهرې ګډونوالو په غزې باندې د اسرائیل د بریدونو د بندولو غوښتنه وکړه او له امریکا او ملګرو ملتونو څخه یې وغوښتل چې په دغې جګړې کې بې طرفه پاتې شي.
په فلیپین کې اکثریت کاتولیک مسیحیان دي، خو مسلمانان هم لري چې اکثریت یې د دغه هېواد په جنوب کې ژوند کوي. د فلپین په جنوب کې د ډېرو کلونو لپاره یو شمېر مسلمان افراطیانو جګړې کولې او بیا د سولې تړون وشو او تاوتریخوالی ختم شو.
دا مظاهرې د فلیپین د کوتاباتو ښار په یو پارک کې وشوې او پولیس وایي څلور ساعته روانې وې. د پولیسو په وینا په مظاهرو کې ۲۵ زره کسانو برخه اخیستې وه. د کوتاباتو د ښار څه باندې ۲۰۰ زره تنه مسلمانان دي.
د فلیپین پولیس مقامات وايي چې د مظاهرو امنیت ته یې کلک تدابیر نیولي وو او له کومې ناوړې پېښې پرته وشوې.
فورم \ دبحث خونه