د لاس رسي وړ اتصالات

نړیوال بانک ممکن ۳۰۰ میلیون ډالر نوې بودیجه افغانستان ته ورکړي    


نړیوال بانک وايی کومې مرستې چې به له افغانستان سره وشي، طالبان به پرې کنترول ونه لري
نړیوال بانک وايی کومې مرستې چې به له افغانستان سره وشي، طالبان به پرې کنترول ونه لري

د نړیوال بانک اجرايي بورډ د پنجشنبې په ورځ فبروري ۱۵ (سلواغه ۲۶) له افغانانو سره د خپلو اړیکو په اړه یوه نوې کړنلاره تصویب کړه، چې ممکن په اساس یې افغانستان ته ۳۰۰ میلیون ډالر نوې بودیجه چمتو شي.

له افغانستان سره د نړیوال بانک دا تعامل د دغه بانک «۳. کړنلاره» نومېږي چې ورسره به د کاسا-۱۰۰۰ پروژه هم پیل شي. د ۲۰۲۱ د اګست په میاشت کې د طالبانو له بیا راتګ وروسته په دې پروژې باندې کار بند شوی.

د نړیوال بانک یو ویاند فرانس پرس خبري اژانس ته ویلي دي چې د اجرايي بورډ له تائید وروسته به د ۳۰۰ میلیون ډالرو دا مرسته په ۱۵ میاشتو کې د «نړیوال پراختیايي ټولنې» له لورې افغانستان ته ورکړل شي. دا ټولنه بې وزلو هېوادونو ته د نړیوال بانک د پور ورکونې څانګه ده.

نړیوال بانک ویلي دي چې دا مرستې به د ملګرو ملتونو او نورو نړیوالو ادارو له لوري افغانستان ته انتقالېږي. بانک په یوې اعلامیې کې ویلي چې «دا پېسې به د طالبانو د موقتې ادارې له کنترول څخه د باندې د ټولو هغو ابتدايي خدمتونو او په ځانګړي ډول د هغو خدمتونو، چې ښځو ته یې ګټه رسي، ملا وتړي.»

طالبانو په دویم ځل واک ته له رسېدو وروسته په ښځو او نجونو باندې کلک بندیزونه ولګول چې ملګري ملتونه یې «د جنسیت په اساس تبعیض» یا اپارتاید بولي. طالبانو تر شپږم ټولګي ورپورته په نجونو د زده کړې دروازې بندې کړې او په پوهنې او روغتیا کې یې له مشخصې استثنی پرته په ټولو ادارو کې د ښځو کار بند کړ.

د طالبانو د دغو اقداماتو له کبله یو شمېر هېوادونو او نړیوالو ادارو له افغانستان سره یا خپلې مرستې بیخي بندې کړې او یا یې کمې کړې، چې په دغه هېواد کې یې اقتصادي مشکلات پیدا کړي دي.

د نړیوال بانک د اټکل له مخې د افغانستان اقتصاد په ۲۰۲۱ کې ۲۰ په سلو کې او په ۲۰۲۲ کې شپږ په سلو کې لویدلی دی.

د غذا نړیوال پروګرام ویلي چې د روان کال په ژمي کې به تقریبآ ۱۶ میلیون افغانان مرستو ته او ۲.۸ میلیون نور به یې عاجلو خوراکي موادو ته اړتیا ولري.

د کاسا-۱۰۰۰ پروژې بیا پیل کېدل

نړیوال بانک نن پنجشنبه فبروري ۱۵ (سلواغه۲۶) د کاسا-۱۰۰۰ پاکې انرژۍ پروژې بیا پيل کېدل تصویب کړل. په دغې پروژې کې افغانستان، تاجیکستان، قرغیزستان او پاکستان دي.

نړیوال بانک وايي چې د دغې پروژې د بیا پیل کېدو چارې په دریو نورو دخېلو هېوادونو کې هم په بشپړېدو دي او هغوی په افغانستان کې د دغې پروژې د پیل کېدو غوښتونکي دي چې د دې خطر مخه ونیول شي چې دا پروژه په یوې هېرې شوې زیرمې بدله نه شي.

د نړیوال بانک پراختیايي ټولنه به د دغې پروژې چارې مخې ته وړې او نړیوال بانک وایي د طالبانو حکومت به په کې مداخله نه کوي.

د افغانستان، قرغیزستان، تاجیکستان او پاکستان مشرانو د ۱۳۹۵هجري شمسي کال د ثور په میاشت کې په دوشنبې کې دا پروژه پرانیستله. د برېښنا د انتقال دا پروژه له قرغیزستان څخه تر پاکستان پورې ۱۲۲۷ کیلومتره اوږده ده، چې ۵۵۰ کیلومتره یې د افغانستان په شپږو ولایتونو تېرېږي.

افغانستان تمه لري چې د دغې پروژې له پلي کیدلو وروسته به د ۳۰۰ میګا واټه برېښنا ترلاسه کړي. د افغانستان د مخکني حکومت چارواکو تېنګار کاوه چې د کاسا- ۱۰۰۰ پروژه یوازې د بریښنا د انتقال ځانګړې پروژه نه ده چې له منځنۍ آسیا څخه افغانستان ته او جنوبي آسیا ته بریښنا انتقال کړي، بلکې دا یو پول دی، چې د دوو سیمو ملتونه او څلور هیوادونه سره نښلوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG