افغان حکومت له منځني اسیا څخه د کاسا- ۱۰۰۰ بریښنا د پروژو تړون له دوو هندي شرکتونو سره لاسلیک کړ.
د کاسا-۱۰۰۰ برېښنا پرژوې لویه برخه د افغانستان له لارې پاکستان ته او بیا هند ته انتقالیږي چې ۷۶۵ کیلو مېتره کیږي.
د افغانستان د برېښنا شرکت د دغې پروژې تړون د دوشنبې په ورځ ( ډسمبر۱۰) په ارګ کې د (کې پي ټي ال) او (کې اي سي) هندي شرکتونو سره لاسلیک کړ، ولسمشر غني هم د تړون د لاسلیک کولو پر مهال موجود و.
نړیوال بانک د کاسا-۱۰۰۰ پروژه تمویلوي چې شاوخوا ۲۳۵.۱۶ میلیونه ډالر کیږي او چارواکي وايي په دریو کلونو او دریو پړاوو کې به عملي شي.
د کاسا ۱۰۰۰ پروژه ۷۶۵ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ۵۶۳ کیلومتره یې د افغانستان د اوو ولایتونو کندز، بغلان، پنجشیر، کاپیسا، کابل، لغمان او ننګرهار په ۲۳ ولسوالیو کې تیریږي او په تطبیق سره یې د دغو سیمو ۱۵۲۰۰۰ زرو کورنیو ته د بریښنا سربیره د کار زمینه هم برابریږي.
دغه راز د افغانستان بريښنا شرکت د ارغندې د ۵۰۰ کیلوولټ سب سټیشن جوړولو تړون هم نن له یوې هندي او افغاني ګډې کمپنۍ سره لاسلیک کړ، چې د دغه سب سټیشن د جوړولو چارې د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ کې پیل او دوه نیمو کلونو کې بشپړ کیږي.
کاسا-۱۰۰۰ د هېوادونو ترمنځ پول
د افغانستان د اوبو او برېښنا وزیر علي احمد عثماني په کابل کې ددغې پروژې په اړه خبریالانو ته وویل "د کاسا- ۱۰۰۰ پروژه یواځې د بریښنا د انتقال ځانګړې پروژه نه ده چې له منځنۍ آسیا څخه افغانستان ته او جنوبي آسیا ته بریښنا انتقال کړي، بلکې دا یو پول دی، چې د دوو سیمو ملتونه او څلور هیوادونه سره نښلوي، موږ تل په خپلو سیاستونو کې ټینګار کړی، چې موږ غواړو بریښنا د سیمه ییزو همکاریو وسیله وګرځي".
ښاغلي عثماني زیاته کړه، چې د دغې پروژې د ډیزان او تخنیکي چارې په شپږو میاشتو کې ترسره کیږي او له هغې وروسته به د پروژې د تطبیق عملي کارونه پیل شي.
ددغې پروژې پر سر له شاوخوا لسو کلونو راهیسې د افغانستان، پاکستان، قرغیزستان، تاجکستان او تمویلونکو ادارو ترمنځ بحثونه روان وو او د ۱۳۹۵ کال د ثور په میاشت کې د څلورو هیوادونو مشرانو پر دغې پروژې موافقه وکړه.
د تاجکستان د اوبو او بریښنا وزارت مرستیال جمشید شیوم زاده، چې د یادې پروژې د پیل لپاره کابل ته راغلی وايي، د کاسا- ۱۰۰۰ پروژه ځکه وځنډیدله چې د تخنیک او ډیزاین پر سر یې خورا زیات کار ته اړتیا وه.
هغه وویل "دا له تخنیکي پلوه بېسارې ده، داسې تخنیک په سیمه کې نه وو او نشته، موږ د یو بل له سیستمونو څخه زده کړه وکړه او موجود خنډونه مو په ګډه سره له منځه یوړل، دا د دې ښکارندويي کوي، چې موږ د سیمې هیوادونه په ګډه او اتحاد سره کولی شو، چې کوټلي ګامونه پورته کړو او نه یواځې خپلې سیمې سره ونښلوو بلکې خپل ملتونه سره هم یوځای کړو".