د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس غني په یو ورځني سفر تاجکستان ته ولاړ


د افغانستان جمهوري ریاست وایي چې جمهور رئیس محمداشرف غني د یو لوړپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د "کاسا زر پروژې" د هېوادونو د مشرانو په دویمه ناسته کې د ګډون په موخه نن سهار له کابل څخه د تاجکستان پلازمېنې دوشنبې ته تللی دی.

د ارګ ماڼۍ څخه په یو خپور شوي بیان کې ویل شوي چې جمهور رئیس غني به د دغه یو ورځني سفر پر مهال په دغې ناستې کې پر ګډون او وینا سربیره د تاجکستان جمهور رئیس امام علي‌ رحمان سره د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو د لا پراختیا په اړه بحث او خبرې وکړي.

همداراز به جمهور رئیس غني د افغانستان، تاجکستان او پاکستان د مشرانو په درې اړخیزه ناسته کې د ګډون تر څنګ د تاجکستان د کرنیزو محصولاتو او خوراکي توکو له نندارتون څخه هم لیدنه وکړي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه پال، په تاجکستان کې د جمهور رئیس غني او صدراعظم نواز شریف ترمنځ د خبرو په باب وویل چې دواړه مشران به د اقتصادي او تجارتي مسایلو تر څنگ د ترهگرۍ پر ضد گډه سیمه ییزه مبارزه هم خبرې وکړي.

ښاغلي مینه پال وویل، چې جمهور رئیس غني به په دغه کتنه کې پرته له توپیره د ټولو ترهگرو ډلو په وړاندې په مبارزه کې د پاکستان بې دریغه همکاري وغواړي.

د کاسا ١٠٠٠ د بریښنا پروژه ۵۵۰ کیلومتره اوږدوالی لري، چې ډیره برخه یې د افغانستان د شپږو ولایتونو او ٢٣ ولسوالیو څخه تیریږي.

د دغې پروژې په پلي کیدو سره به د منځنۍ اسیا د دوو هیوادونو ١٠٠٠ میگاواټه بریښنا د افغانستان له لارې پاکستان ته ولیږدول شي.

افغانستان به د دغې پروژې څخه د ٣٠٠ میگاواټو بریښنا د ترلاسه کولو تر څنگ په کال کې شاوخوا ۴٥ میلیونه ډالر محصول هم ترلاسه کړي.

جمهوررئیس غني سره په دغه سفر کې د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد، په زیربنايي چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار ډاکتر محمد همایون قیومي، د منځنۍ اسیا په چارو کې د جمهوررئیس ځانګړی استازی محمد شاکر کارګر او په عامه اړیکو او ستراتيژیکو ارتباطاتو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار شاه‌زمان میوندي هم ملتیا کوي.

XS
SM
MD
LG