د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: د ۱۴۰۳لومړۍ برخې کې ۷۰۰ زره الکټرونیکي پیژندپاڼې ویشل شوي


د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې اوس مهال په افغانستان کې له ۱۳ میلیونو او ۶۰۰ زرو څخه زیات کسان الکټرونیکي پیژندپاڼې لري.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې اوس مهال په افغانستان کې له ۱۳ میلیونو او ۶۰۰ زرو څخه زیات کسان الکټرونیکي پیژندپاڼې لري.

د طالبانو د حکومت ترکنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د حمل له اول څخه د جوزا د میاشتې ترپای پورې یې په افغانستان کې څه باندې۷۰۲ زرو کسانو ته الکټرونیکي پیژندپاڼې ویشلي دي.

دغې ادارې د یکشنبې په ورځ جون ۲۳ (چنګاښ درېیم) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا شمیر پیژندپاڼې په ټول افغانستان کې د الکټرونکي پیژندپاڼو او د اسان خدمت د ادارې د ۷۶ مرکزونو له لارې ویشل شوي دي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې ترټولو زیاتې الکترونیکي پیژندپاڼې د کابل په ولایت کې ویشل شوي دي چې له ۱۳۱ زرو څخه زیاتو کسانو ته توزیع شوي دي. د کابل وروسته د هرات په ولایت کې له ۶۸ زرو څخه زیاتو کسانو، بلخ په ولایت کې له ۴۵ زرو څخه زیاتو کسانو، د ننګرهار په ولایت کې شاوخوا ۳۴ زره کسانو او د کندز په ولایت کې له ۳۲ زرو څخه زیاتو کسانو الکټرونیکي پیژندپاڼې ترلاسه کړي دي."

د دې دمخه دغې ادارې ویلي و چې په تیر ۱۴۰۲ لمریز کال کې یې درې میلیونه او ۱۲۴ زره الکټرونکي پیژندپاڼې ویشلې وې. ددغې ادارې د معلوماتو پراساس تیرکال دوه میلیونو او ۶۸ زره سړیو او یو میلیون او ۵۶ زره ښځو الکټرونیکي پیژندپاڼې اخسیتې وې.

د طالبانو د حکومت ترکنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې اوس مهال په افغانستان کې له ۱۳ میلیونو او ۶۰۰ زرو څخه زیات کسان الکټرونیکي پیژندپاڼې لري.

ددغه شمیر له ۱۰ میلیونو څخه زیاتې پیژندپاڼې د ۲۰۱ کال د اګست په میاشت کې پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته خلکو ته ویشل شوي دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي چې اوس مهال په کابل او ولایتونو کې د ۷۵ مرکزونو او یو ګرځنډه ټیم له لارې خلکو ته الکټرونیکي پیژندپاڼې ویشل کیږي.

د افغانستان پخوانی جمهور رئیس محمد اشرف غني او میرمن یې دوه لومړني افغانان وو چې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې یې الکټرونیکي پیژندپانې یې اخیستې وې.

د جمهوري رژیم پر مهال په الکټرونیکي پیژندپاڼو کې د اسلام او افغان د کلیمو د لیکلو سره د اختلاف له امله د دغو پیژندپاڼو د ویشلو بهیر د پخواني پارلمان د یو شمیر غړو په ګډون د ځینو سیاسي ګوندونو د مخالفت سره مخ شوی وو، چې له امله ددغو پیژندپانو د ویشلو بهر د یوې مودې لپاره ځنډیدلی و. خو پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني ددغو سیاسي ګوندونو او د پارلمان د یو شمیر غړو د مخالفت سره سره ددغو پیژندپاڼو د ویشلو بهیر بیرته پیل کړ.

په لومړي سر کې د یوې الکټرونیکي پیژندپاڼې بیه ۱۰۰ افغانۍ ټاکل شوې وه، خو واک ته د طالبانو د بیرته ستنیدلو وروسته د طالبانو حکومت د الکټرونیکي پیژندپاڼو بیه لومړی ۳۰۰ افغانۍ او بیا ۵۰۰ افغانیو ته لوړه کړه.

اوس مهال د الکترونکي پیژندپاڼو په مرکزونو کې د یوې پیژندپاڼې د اخیستلو بیه ۵۰۰ افغانۍ او د اسان خدمت د ادارې په مرکزونو کې ۷۰۰ افغانۍ ټاکل شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG