د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: تیر یو کال کې ۲.۵ میلیونه الکټرونیکي پیژندپاڼې ویشل شوي


د افغانستان تذکره
د افغانستان تذکره

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې شمیرنې ښيي، چې په افغانستان کې په تیر یو کال کې له ۲.۵ میلیونو څخه زیاتې الکټرونیکي پیژند پاڼې خلکو ته ویشل شوي دي.

دغې ادارې تیره اونۍ وویل، چې هغو کسانو چې په تیر یو کال کې یې نوې الکټرونیکي پیژندپاڼې اخیستي ۱.۵ یې نارینه او یو میلیون یې ښځې دي.

د افغانستان د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې د معلوماتو پراساس د ۲۰۲۱ کال د اګست پنځلسمه په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته تراوسه ۴.۶ میلیونو کسانو الکټرونیکي پیژند پاڼې اخیستي دي. دا اداره وايي، چې اوس مهال په افغانستان کې لس میلیونه او ۷۰۰ زره کسان الکټرونیکي پیژند پاڼې لري.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې اوس مهال په افغانستان کې د الکټرونیکي تذکرو د ویشلو لپاره ۷۴ مرکزونه په کابل او ولایتونو کې پرانیستي دي، چې ددغې ډلې ۱۵ مرکزونه په کابل او پاتې ۵۳ نور په ولایتونو کې فعالیت کوي.

د طالبانو حکومت په پیل کې د یو جلد الکټرونیکي پیژند پاڼې بیه د سل افغانیو څخه ۳۰۰ افغانیو ته لوړه کړه، خو اوس یې د یو جلد نوې الکټرونیکي پیژند پاڼې بیه ۵۰۰ افغانیو ته پورته کړې ده.

یو شمیر کسان چې خپلو ځانونو او د کورنیو غړو ته د نوو پیژندپاڼو د اخیستلو هڅې کوي د پیژندپاڼو د بیو د لوړیدو څخه شکایتونه لري. دوی وايي، چې که یو کورنۍ وغواړي، چې د کورنۍ ټولو غړو ته پیژند پاڼې واخلي نو باید ډیر پیسې د ځان سره ولري په داسې حال کې چې یو شمیر کورنۍ وايي ژوند یې په ډیرې سختې سره تیریږي او د پیژندپاڼو د اخیستلو لپاره یې پیسې سپما کړي دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې تیرکال ویلي و، چې د الکټرونیکي پیژند پاڼو د ویشلو څخه یې یو میلیارد او ۶۰ میلیونه عواید راټول کړي و.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې سږکال ددې ادارې عواید یو میلیارد او ۲۵۰ میلیونو افغانیو ته لوړ شوی دی.

د تیر رژیم پر مهال په الکټرونیکي پیژندپاڼو کې د افغان او اسلام د کلیمو د لیکلو له امله دا مسله په پارلمان کې په یوه لویه جنجالي مسله بدله شوې وه، چې له امله یې د نوو الکټرونیکي پیژند پاڼو د ویشلو بهیر د ډیرو میاشتو لپاره ځنډیدلی و.

خو بیا وروسته د افغانستان د وخت پارلمان د نوو الکټرونیکي پیژند پاڼو ویشل تصویب کړل، چې د هغې نیټې وروسته ددغو الکټرونیکي پیژندپاڼو ویشل د یو شمیر سیاسي مشرانو او د پارلمان د ځینو غړو د کلک مخالفت سره سره پیل شو.

پخواني جمهور رئیس محمداشرف غني او میرمن یې لومړني دوه افغانان و، چې په ارګ کې د یولړ مراسمو په ترڅ کې نوي الکټرونیکي پیژندپاڼې ترلاسه کړې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG