د لاس رسي وړ اتصالات

له ۱۲ میلیونو زیاتو افغانانو الکټرونکي پیژندپاڼې اخیستې دي


د افانستان الکټرونکي پیژندپاڼې
د افانستان الکټرونکي پیژندپاڼې

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي چې په افغانستان کې ۱۲ میلیونو او ۲۸۸ زره کسانو الکټرونکي پیژندپاڼې اخیستې دي.

دغې ادارې د یکشنبې په ورځ جنورۍ ۲۸ (سلواغې اتم) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په افغانستان کې د الکټرونکي پيژندپاڼو د ویشلو د بهیر د پیل راهیسې تراوسه پورې ۷ میلیونو او ۱۰۸ زره سړو او ۵ میلیونو او ۱۸۰ زره ښځو دا ډول پيژندپاڼې ترلاسه کړي دي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "د ویشل شویو پیژندپاڼو له ډلې ۶ میلیونه او ۲۰۰ زره کسانو د اسلامي امارت د حاکمیت (طالبانو حکومت) وروسته په ټول افغانستان کې الکټرونیکي پیژندپاڼې اخیستې دي".

ددغې ادارې معلومات ښيي چې کابل کې له پنځه میلیونو او ۵۶۷ زرو څخه زیاتې پیژندپاڼې ویشل شوي چې ورپسې د هرات او ننګرهار په ولایتونوکې د نورو ولایتونو پرتله زیاتې الکټرونیکي پیژندپاڼې ویشل شوي دي.

په هرات کې ۷۹۶ زره او د ننګرهار په ولایت کې ۶۴۵ زره کسانو دا ډول پیژندپاڼې اخیستې دي.

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي چې اوس مهال په کابل او ولایتونو کې د ۷۵ اسان خدمت د مرکزونو او یو ګرځنده ټیم له خوا د الکټرونیکي پیژندپاڼو ویشلو ته دوام ورکوي.

په دې خبرپاڼه کې ویل شوي: "د احصایې او معلوماتو ملي اداره هڅه کوي چې په ولسوالیو کې هم د الکټرونکي پیژندپاڼو د ویشلو مرکزونه فعال کړي او هیوادوالو ته سهولتونه برابر کړي".

د طالبانو حکومت په پیل کې د یو جلد الکټرونیکي پیژند پاڼې بیه د سل افغانیو څخه ۳۰۰ افغانیو ته لوړه کړه، خو اوس یې د یو جلد نوې الکټرونیکي پیژند پاڼې بیه ۵۰۰ افغانۍ او د اسان خدمت په مرکزونو کې ۷۰۰ افغانیو ته لوړه کړې ده.

د الکټرونیکي پیژندپاڼو د ویشلو بهیر د ۱۳۹۷ کال د ثور په میاشت کې د پخواني جمهوررئیس محمد اشرف غني د حکومت پر مهال پیل شوی و. هغه مهال د یوې الکټرونیکي پیژندپاڼې بیه ۱۰۰ افغانۍ ټاکل شوې وه.

د تیر رژیم پر مهال په الکټرونیکي پیژندپاڼو کې د افغان او اسلام د کلیمو د لیکلو له امله دا مسله په پارلمان کې په یوه لویه جنجالي مسله بدله شوې وه، چې له امله یې د نوو الکټرونیکي پیژند پاڼو د ویشلو بهیر د څو میاشتو لپاره ځنډیدلی و.

خو بیا وروسته د افغانستان د وخت پارلمان د نوو الکټرونیکي پیژند پاڼو ویشل تصویب کړل، چې د هغې نیټې وروسته ددغو الکټرونیکي پیژندپاڼو ویشل د یو شمیر سیاسي مشرانو او د پارلمان د ځینو غړو د کلک مخالفت سره سره پیل شو.

پخواني جمهور رئیس محمداشرف غني او میرمن یې لومړني دوه افغانان وو، چې په ارګ کې د یولړ مراسمو په ترڅ کې نوې الکټرونیکي پیژندپاڼې ترلاسه کړې وې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG