د لاس رسي وړ اتصالات

متقي: چین د طالبانو حکومت بهرني سیاست کې مهم ځای لري


امیر خان متقي
امیر خان متقي

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت، د چین د بهرنیو چارو له وزیر کین ګانګ سره د دغه وزارت د سرپرست امیر خان متقي د ټلیفوني مکالمې خبر ورکړی او ویلي یې دي چې دواړو د دوه اړخیزو دپلوماتیکو اړیکو د ښوالي ترڅنګ د دواړو هیوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

د دغه وزارت مرستیال ویاند احمد ضیاء تکل د یکشنبې په ورځ جنورۍ ۲۲ (سلواغې دوهمه) په یوه ویډیويي پیغام کې د امیر خان متقي له قوله ویلي چې چین د طالبانو حکومت په بهرني سیاست کې مهم ځای لري.

هغه زیاته کړې: "چین هم په نړیوال سیاست کې او هم د افغان حکومت په بهرني سیاست کې مهم ځای لري او افغانستان پر واحد چین باور لري."

ښاغلي متقي زیاته کړې چې حکومت یې د سیمې د امنیت او ثبات برخه کې هڅې تر سره کړي او په خبره یې هیڅ یوې ډلې ته به اجازه ورنکړي چې د افغانستان له خاورې څخه د نورو هیوادونو پر ضد استفاده وکړي.

تکل زیاته کړې چې د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دغه خبرو کې په افغانستان کې د چیني اتباعو د امنیت پر تامین ټینګار وکړ.

طالب چارواکي پر داسې مهال په افغانستان کې د چینايي اتباعو پر امنیت ټینګار کوي چې د تیرې ډسمبر میاشتې پر ۱۳مه په کابل کې د چیني اتباعو د هستوګنې پر یو مېلمستون وسله وال برید شوی و.

د طالبانو حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هغه مهال ویلي و چې په دغه برید کې دوه بهرني اتباع چې خپل ځانونه یې له لوړ منزل څخه لاندې غورځولي و ټپيان شوي دي.

ددغه برید مسؤلیت داعش ډلې منلی و او چین تر یاد برید وروسته خپلو وګړو ته له افغانستان څخه د وتلو امر وکړ.

د ښاغلي تکل په خبره د چین د بهرنیو چارو وزیر د دواړو لورو ترمنځ د دپلوماتیکو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار ترڅنګ ویلي چې هیواد یې د "افغانستان خپلواکي، ملي حاکمیت او دیني او کلتوري ارزښتونو" درناوی کوي.

د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت د چین د بهرنیو چارو وزیر له قوله ویلي چې چین له افغانستان سره خپلو اقتصادي همکاریو ته دوام ورکوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت تر دا مهاله د دغه ټلیفوني خبرو په اړه رسماً څه نه دي ویلي، خو ځینو رسنیو ویلي چې د چین د بهرنیو چارو وزیر په دغه تلیفوني خبرو کې په افغانستان کې د یو ټول شموله سیاسي جوړښت پر تشکیل ټینګار کړی دی.

د چینايي رسنیو د راپور له مخې، هغه همدارنګه له طالب چارواکو څخه غوښتي چې په افغانستان کې د چینايي وګړو او چینايي شرکتونو د امنیت د تامین په هدف جدي هڅې تر سره کړي.

له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو تر وتلو او پخواني حکومت تر سقوط وروسته چین د طالبانو تر حاکمیت لاندې له افغانستان سره دوستانه اړیکو ته علاقمندي زیاته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت میاشت مخکې د امو سیندیزي حوزې د نفتي موادو د استخراج تړون هم له یو چینايي شرکت سره لاسلیک کړ.

XS
SM
MD
LG