په افغانستان کې تصمیم نیولو په بهیر کې د افغان ښځو د ونډې په هکله یوه تازه سروې ښيی، چې په منځنۍ کچه ۱۰.۷ سلنه ښځې په دغه هیواد کې د تصمیم نیولو په بهیر کې برخه لري.
دا سورې چې د همدې روان لمریز ۱۳۹۵ کال په اوږدو کې د مرکزي احصائیې ادارې او ښځو چارو وزارت له خوا په ګډه ترسره شوې ښيي چې په تصمیم نیولو کې د ښځو ونډه په دولتي برخه کې ۱۰.۳ او په غیرحکومتي موسسو کې د هغوی ونډه ۲۰.۳ سلنې ته رسیږي.
دا سروې همدارنګه ښيي چې په خصوصي موسسو کې د تصمیم نیولو په بهیر کې د ښځو ونډه ۹.۶ سلنه ده.
د مرکزي احصائيې ادارې سرپرست شیرمحمد جامي زاده د دې سروې د پایلو د اعلان پر وخت نن د سه شنبې په ورځ کابل کې خبریالانو ته وویل، چې په دې سروې کې له ۸۷۹۰ کسانو سره خبرې شوي چې ۷۳۳۹ یې دولتي مامورین وو او۱۰۳۰ یې د خصوصي شرکتونو کارکوونکي او ۴۲۸ تنو نورو یې په غیر حکومتي موسسو کې کارکوه.
ښاغلي جامي زاده وویل "د دغې سروې ترسره کولو یو هدف د تصمیم نیولو په بهیر کې د ښځو د ونډې معلوم و ".
دا د تصمیم نیولو په بهیر کې د ښځو او سړو د ګډون د څرګندولو په اړه د سروې درېیم پړاو وو، چې هدف یېپه تصمیم نیولوبهیر کې د ښځوونډهد ۳۰ سلنې ته رسېدل ښودل شوي دي.
د دغې سروې د پایلو د اعلان پر وخت د ښځو چارو وزارت مرستیالې سپوږمۍ وردګ وویل چې په تصمیم نیولو کې د ښځو د ونډې د زیاتیدو په برخه کې هیڅ پرمختګ نه دی شوی .
اغلې وردګ وویل " لس کاله وړاندې د ښځو چارو وزارت د کابل په کچه سروې ترسره کړې وه، چې په تصمیم نیولو کې یې د ښځو ونډه ۹ سلنه ښودلې وه او اوس دا سلنه ۱۰.۷ ده، چې په لسو کلونو کې یوازې ۱.۷ سلنه پرمختګ یېکړی دی".
اغلې وردګ وویل چې په کار ده په دې برخه کې لا زیات کار وشي او د تصمیم نیولو په برخه کې د ښځو په وړاندې پرتوخنډونو له منځه وړلو لپاره جدي کار وشي.
دا سروې د تېرو کلونو په اړه دا ښيي چې په ۱۳۸۸ کال کې د تصمیم نیولو په بهیر کې د ښځو ونډه ۸.۲او په کال ۱۳۹۲ کېدا اندازه ۹/۹ سلنهوه.
په دې سروې کې راغلي چې د افغانستان په دولتيو غیردولتي او خصوصي ادارو کې د نارینه امرینو کچه ۵۱.۴ سلنه او د ښځینه امرینو کچه ۱۷.۴ سلنه ده.
په افغانستان کې په تیرو شپاړس کلونو کې د ښځو د مدني حقونو په برخه کې ډیرې هڅې شوي او اوس د دغه هیواد د پارلمان ۲۵سلنه یې ښځې دي. همداشان په څلوردیرش ولایتونو کې د ولایتي شوراګانو د استازو نږدې شل سلنه یې ښځې دي.
خو لا همافغانستان کې په ځانګړي ډول په ناامنو ولایتونو کې د ښځو د کار پر وړاندې خنډونه شته دی او د یو شمیر ولایتونو په مرکزونو او ولسوالیو کې حتی ښځینه ډاکټران او ښوونکې هم نشته دی.