د لاس رسي وړ اتصالات

په روسیه کې په سخت طوفان کې۱۰ تنه مړه شوي


په روسیه کې طوفان
په روسیه کې طوفان

په روسیه کې چارواکي وايي، د دغه هېواد په مرکزي سیمو کې سختو طوفانونو ۱۰ کسان مړه کړي دي.

د روسیې د بیړنیو حالاتو پر وړاندې د غبرګون وزارت نن جولای ۳۰ (زمري ۸مه) وويل چې د هېواد په مرکزي سيمو کې تندو بادونو ونې نړولي او د سختو بارانونو له امله په سلګونو کورونو کې برېښنا پرې شوې ده.

دغه وزارت ویلي، چې د یالچیک جهيل ته څېرمه په یو تفریحي سیمه کې د دغو طوفانونو په ترڅ کې اته کسان وژل شوي او لږ تر لږه ۲۹ نور ټپیان شوي دي.

د روسیې د تحقیقاتو کمیټې ویلي دي چې د دریو ماشومانو د وژل کیدو د یوې جنایي قضیې په اړه یې یوه دوسیه پرانیستې ده.

د روسیې د بیړنیو حالاتو پر وړاندې د غبرګون وزارت داسې عکسونه خپاره کړي چې پرځیدلو ونو موټرونو او خیمو ته سخت زیان رسولی دی.

مقاماتو ویلي چې طوفانونو د استوګنې د ۴۸ ودانیو چتونه هم زیانمن کړي دي.

ساینس پوهانو ویلي چې د نړۍ مختلف هیوادونه به د اقلیم د بدلون له امله د بیلابیلو طبیعي پیښو لکه توپانونو او سیلابونو شاهد وي.

XS
SM
MD
LG