د لاس رسي وړ اتصالات

د ۲۱ پیړۍ تر ټولو خونړیو او ویجاړوونکو زلزلو ته کتنه؛ څومره کسان یې مړه کړي؟


د سوریې د زلزلې په ویجاړیو کې د خوږو یو پلورونکی ماشوم
د سوریې د زلزلې په ویجاړیو کې د خوږو یو پلورونکی ماشوم

یوې پیاوړې زلزلې د ۲۰۲۳ کال د فبروري‌ په شپږمه نیټه د ترکیې او سوریې یو شمېر سیمې سختې وځپلې چې دا په ۲۱ قرن کې پنځمه مرګونې زلزله شمیرل کیږي.

په دې راپور کې له ۲۰۰۰ کال را وروسته پر هغو ۱۰ زورورو زلزلو نظر اچول شوی چې ډیر ځاني او مالي تلفات یې اړولي دي.

د ۲۰۰۴ کال د ډسمبر په ۲۶ نیټه د ریکټر په کچه ۹.۱ درجې زلزلې د اندونیزیا سوماترا ټاپو وځپه. دا زلزله چې د سونامې د رامنځ ته کیدو لامل شوه، له امله یې د جنوب ختیځې اسیا په مختلفو هیوادونو کې څه باندې ۲۳۰ زره کسان مړه شول. یوازې په اندونیزیا کې ۱۷۰ زره کسانو ژوند له لاسه ورکړ.

د ۳۰ مترو په لوړوالي او په ساعت کې د ۷۰۰ مترو په سرعت د اوبو لوړو څپو هر هغه څه له منځه یوړل چې مخ ته یې ورغلل.

د ۲۰۱۰ کال د اګست میاشتې په ۲۲ نیټه د ریکټر په کچه اوه درجې زلزلې د هایټي پلازمینې پورټو پرنس او شاوخوا سیمې ولړزولې چې له امله یې څه باندې ۲۰۰ زره کسان مړه شول.

پر دې سربیره دې زلزلې ۱.۵ میلیونه کسان بې کوره کړل او د هغه هیواد اکثریت کمزورې ودانۍ یې ونړولې. دې زلزلې د ۲۴ ساعتونو لپاره له نورې نړۍ سره د یاد هیواد اړیکې قطع کړې.

د ۲۰۱۰ کال په اکتوبر میاشت کې د کولرا ساري ناروغۍ په هایټي کې څه باندې ۱۰ کسان مړه کړل. دا ناروغۍ د نیپال د سوله ساتو ځواکونو له خوا چې یاد هیواد ته له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره تللي وو انتقال شوې وه.

د ۲۰۰۸ کال د مې میاشتې په ۱۲ نیټه د ریکټر په کچه ۷.۹ درجې لزلې د چین په سهیل لودیځ د سیچوان ولایت ته ټکان ورکړ چې له امله یې ۸۷ زره کسان مړه کړل، په دې منځ کې ۵۳۳۵ تنه مړه او لادرکه شول.

دې زلزلې وروسته له هغه د خلکو غصه راوپارول چې د څه باندې ۷۰۰۰ تخریب شویو ښوونځیو په شاوخوا کې یو شمیر ودانۍ پر ځای ولاړې وي. د ښوونځیو خرابیدو داسې شکونه زیات کړل چې ګواکې د ښوونځیو په جوړیدو کې فساد موجود وو.

د ۲۰۰۵ کال د اکتوبر په اتمه نیټه د ریکټر په کچه ۷.۶ درجې زلزلې د پاکستان تر ولکې لاندې کشمیر او د هغه هیواد شمال غربي ایالت ته ټکان ورکړ چې له امله یې ۷۳ زره کسان مړه شول. دې زلزلې ۳.۵ میلیونه کسان له خپلو کورونو بیځایه کړل.

د ۲۰۲۳ کال د فبروري په شپږمه نیټه د ریکټر په کچه ۷.۸ او ۷.۵ درجې زلزلې د ترکیې سهیل ختیځې سیمې او د سوریې شمال ته ټکان ورکړ چې له امله یې تر اوسه ۳۵ زره کسان مړه شوي دي.

ددې زلزلې مرکز د ترکیې په غازیانتپ ولایت کې چې له سوریې سره پوله لري، تثبیت شو. دا په تیره یوه پیړۍ کې په سوریه او ترکیه کې تر ټولو شدیده زلزله ګڼل کیږي.

د ۲۰۰۳ کال د فبروري په ۱۳ نیټه د ریکټر په کچه ۶.۶ درجې زلزلې د ایران د سهیل ختیځ ولایت کرمان بم سیمې ته ټکان ورکړ چې له امله یې څه باندې ۳۱ زره کسان مړه شول.

پر دې سربیره د یادې زلزلې له امله د بم ښار کابو ۸۰ سلنه بنسټونه ویجاړ شول او کویر ارګ چې یو وخت په نړۍ کې له خښتو څخه جوړه ستره ودانۍ وه، هم له منځه ولاړه.

د ۲۰۰۱ کال د جنوري په ۲۶ نیته د ریکټر په کچه ۷.۷ درجې زلزلې د هند غربي ګجرات ایالت ته ټکان ورکړ چې له امله یې څه باندې ۲۰ زره کسان مړه شول.

دې زلزلې په یاد ایالت کې اکثریت ودانۍ له خاورو سره یو کړې. ډیر ځاني تلفات په بوج ښار کې چې له پاکستان سره پوله لري، رامنځ ته شول.

د ۲۰۱۱ کال د مارچ میاشتې په ۱۱ نیټه د ریکټر په کچه نهه درجې زلزلې جاپان ته ټکان ورکړ چې له امله یې کابو ۱۸۵۰۰ کسان مړه او یا هم لادرکه شول. دا زلزله د سترې سونامې د رامنځ ته کیدو لامل هم شوه. ددې سونامې سرعت د جیت الوتکې په شان د جاپان په شمال شرقي سواحلو کې حرکت کاوه.

د سونامې څپې د فوکوشیما پر اټومي بټۍ هم ولګیدې چې د راډیو اکتیف وړانګو د کلونو لپاره د سیمې او شاوخوا مناطقو پر چاپیریال ناوړه اغیز وکړ. دې زلزلې په لسګونه زره کسان بې ځایه کړل.

د ۲۰۱۵ کال د اپریل میاشتې په ۲۵ نیټه د ریکټر په کچه ۷.۸ درجې زلزلې نیپال ته ټکان ورکړ چې له امله یې څه باندې نهه زره کسان مړه شول او میلیونونه نور له خپلو کورونو بیځایه شول. دا زلزله په ټول نیپال کې د برف کوچونو او د ځمکې د ښوویدو لامل شوه. په دې زلزله کې ښوونځي او روغتونونه هم ویجاړ شول.

دې زلزلې همدارنګه پر سلګونو تاریخي ودانیو سربیره په کتماندو کې د سلطنتي دورې څو ماڼۍ هم له خاورو سره یو کړې.

د ۲۰۰۶ کال د مې میاشتې په ۲۶ نیټه د ریکټر په کچه ۶.۳ درجې زلزلې د اندونیزیا جاوا ښار ته ټکان ورکړ چې له امله یې څه باندې ۶۰۰۰ کسان مړه شول. دې زلزلې د استوګنې ۱۵۷ زره کورونه له منځه یوړل او په مجموع کې څه باندې ۴۲۰ زره تنه بې کوره شول.

XS
SM
MD
LG