د لاس رسي وړ اتصالات

ترکیه او سوریه کې زلزلې؛ د مړو شمېر تر ۲۸زرو واوښت؛ ملګري ملتونه وايي تر دې زیات دي


د ترکیې او سوریې زلزلې کې میلیونونه کسان زیانمن شوي دي
د ترکیې او سوریې زلزلې کې میلیونونه کسان زیانمن شوي دي

په ترکیې او سوریې کې د تېرې اونۍ د زلزلې له کبله د مړو شمېر تر ۲۸۰۰۰ اوښتی دی او ژغورونکي لا هم هڅه کوي چې تر کنډوالو لاندې اېسار خلک راوباسي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د برخې مشر مارتن ګریفیټس وايي ممکن د تلفاتو شمیر د اعلان شویو شمېرو دوه برابره وي.

ګریفیټس د ترکیې جنوب ته رسېدلی دی چې د زلزلې له کبله اوښتي زیانونه په خپلو سترګو وویني.

هغه «سکای نیوز» سره په خبرو کې وویل اټکل کوي چې ممکن «د تلفاتو شمېر دوه برابر او یا تر هغه هم زیات» وي. هغه وویل چې د ژغورنې په عملیاتو باندې د وخت په تېرېدو سره تر کنډوالو لاندې د ژوندي پاتې شویو کسانو امکان کم کېږي.

فرانس پرس اژانس وايي چې مارتن ګریفیټس په خپل ټویټر کې همدغه راز انتقاد کړی چې په جګړه ځپلې سوریې کې د زلزلې له قربانیانو سره کافي مرستې نه دي شوي‌.

ګریفیټس لیکلي: «موږ د سوریې په شمال-لویدیځ کې خلکو سره د مرستو رسولو په برخه کې ناکام یو. هغوی داسې فکر کوي چې هېر شوي او نړیوالو مرستو ته سترګې په لارې دي چې لا ورسېدلي نه دي.»

مارتن ګریفیټس زیاته کړه چې دنده او مسئولیت یې د دغې «ناکامۍ سمول» دي.

زلزلې میلیونونه کسان ځپلي

د ترکیې او سوریې د ژغورونکو ډلو په ګډون د نړۍ زرګونه ژغورونکي د نجات په عملیاتو اخته دي.

د روغتیا نړیوال سازمان تېره ورځ وویل چې په دغو زلزلو کې شاوخوا ۲۶ میلیون انسانان متاثر شوي چې څه باندې ۱.۴ میلیون یې ماشومان دي.

دغه سازمان وايي چې زلزلې ۱۵ میلیون کسان په ترکیې او ۱۱ میلیون نور په سوریې کې ځپلي دي.

په سوریې کې، چې جګړې یې وار دمخه روغتیايي بنسټونه زیانمن کړي، د روغتیا نړیوال سازمان په وینا ۲۰ روغتونونه هم په کې زیانمن شوي‌ دي.‌

د روغتیا نړیوال سازمان ټپیانو ته د عاجلو روغتیایي موادو د رسولو او درملنې لپاره د څه باندې ۴۲ میلیون ډالرو مرسته غوښتې ده.

امریکا، اروپايي ټولنې او نورو هېوادونو له ترکیې او سوریې د مرستو ژمنې کړې او ځینو یې خپلې کاري ډلې هم دغو هېوادونو ته استولي دي.

د ترکیې او سوریې په سرحدي سیمه کې تېره دوشنبه زلزله وشوه.

XS
SM
MD
LG