د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: تورخم دروازه په مشروط ډول پرانيستل شوه


په ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز مسؤلین وايي، له پاکستاني لوري سره تر مذاکراتو وروسته د تورخم دروازه نن د جمعې په ورځ په مشروط ډول دواړو خواو ته د بند پاتې مسافرینو د تګ راتګ پر مخ خلاصه شوه.

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د رسنیو دفتر نن جمعه فبرورۍ ۲۴ (کب پنځمه) پر خپل ټویټر پاڼه لیکلی: "د افغان او پاکستاني مسئولينو له مذاکراتو وروسته تورخم دروازه په مشروط ډول پرانيستل شوه، چې د پښتونخوا څخه به هېواد ته يواځې افغان مسافرين او د افغانستان څخه به پښتونخوا ته پاکستاني مسافرين پرېښودل کيږي."

طالب چارواکو ویلي هڅې روانې دي ترڅو دغه لار د دواړو خواو مسافرينو او ترانزيټ پرمخ په بشپړه توګه خلاصه شي.

په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د رسنیو دفتر ویلي تر څو چې دغه لار په بشپړه توګه نوي خلاصه شوې افغانان دې تورخم ته له راتلو څخه ډډه وکړي.

پاکستاني لوري تر دا مهاله د دغه دروازې د بیرته خلاصولو په اړه څه نه دي ویلي.

طالب چارواکو د تیرې یکشنبې په ورځ د پاکستان لخوا د ژمنو نه عملي کېدو له امله د تورخم دروازه د پنځو ورځو لپاره بنده کړې وه.

طالبانو ویلي و چې پاکستان افغان ناروغانو او پایوازانو ته د تګ راتګ اجازې په ورکولو کې پخپلو ژمنو وفا نه وه کړې او له همدې کبله یې دا دروازه تړلې وه.

یاده دروازه د تیرې پنجشنبې په ورځ بیرته د طالبانو حکومت لخوا پرانیستل شوه، خو وروسته دغه دروازه د پاکستاني لوري لخوا د هر ډول تګ راتګ پر مخ بیرته بنده شوه.

په ننګرهار کې د طالبانو سیمه یزو چارواکو نن جمعه وویل چې د تورخم دروازې بیرته خلاصولو په اړه یې له پاکستاني لوري سره خبرې کړي دي.

د طالبانو سیمه ییزو چارواکو د فبرورۍ په ۱۹ مه د تورخم دروزاه وتړله او د تړلو څو ساعته وروسته په دغه سیمه کې د طالبانو او د پاکستاني سرحدي ځواکونو ترمنځ جګړه هم وشوه، چې د عیني شاهدانو په وینا لږ ترلږه یې یو ساعت دوام یې وکړ. په دې جګړه کې د پیښ شوي زیان په اړه دواړو خواو څه نه دي ویلي.

د تورخم دروازې بندېدو سره هم مهاله یو لوړ پوړي پاکستاني پلاوي، چې مشري یې ددغه هیواد د دفاع وزیر خواجه محمد اصف کوله او د پاکستان د استخباراتو د ادارې 'آی ایس آی' رئیس جنرال ندیم انجم هم په کې شامل وو د تیرې چهارشنبې په ورځ کابل ته د سفر په ترڅ کې له طالب مشرانو سره د نورو مسائیلو تر څنګ د سرحدي ستونزو په اړه هم خبرې وکړې.

د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت د یادې لیدنې په اړه اعلامیې کې ویلي چې ملا عبدالغني برادر له پاکستاني پلاوي سره لیدنه کې په تورخم او سپین بولدک دروازو کې د مسافرینو او په ځانګړي ډول ناروغانو لپاره د اسانتیاو رامنځته کولو غوښتنه کړې وه.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې چارواکي وايي، چې ددغې سرحدي لارې بندیدو له امله د دواړو هیوادونو سوداګرو ته زښت زیات مالي زیان رسیدلی دی.

XS
SM
MD
LG