د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو د ویاندویانو د ټویټر حسابونه محدود کړل شول 


د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد

د ټویټر شبکې د طالبانو د ویاند ذبیح الله مجاهد او د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ویاند بلال کریمي د ټویټر حسابونه په موقت ډول محدود کړي دي.

د ذبیح الله مجاهد وروستی ټویټ د کابل عیدګاه جومات ته نژدې د یکشنبې د ورځې اکتوبر ۳ (تله ۱۱) چاودنې په اړه و. په عیدګاه کې د ښاغلي مجاهد د مور فاتحه روانه وه چې چاودنه وشوه او یو شمېر خلک یې ووژل او ژوبل کړل.

د طالبانو د دغو دواړو ویاندویانو د ټویټر په حسابونو کې دغې شبکې دا پیغام خپور کړی دی: «احتیاط: دا حساب موقتآ محدود شوی دی.دا خبرداری ځکه ګورئ چې په دغه حساب کې ځینې غیر معمول فعالیتونه موجود وو.»

د طالبانو د ویاند ټویټر اکاونټ
د طالبانو د ویاند ټویټر اکاونټ


تر دې مخکې چې طالبان په افغانستان کې واکمن نه و، یو شمېر خلکو د ټویټر په شبکې انتقاد کاوه چې د طالبانو ټویټونه نه محدودوي او یا یې نه بندوي. منتقدین په دې نظر وو چې طالبان له دغې لارې تبلیغات کوي او د خپلې ډلې د خشونت اوتاوتریخوالي په اړه په دغو حسابونو کې خبرونه خپروي.

د ښاغلیو مجاهد او کریمي ټویټونه د دغې شبکې له لوري تائید شوي نه دي، مګر د طالبانو اړوندو فعالیتونو خبرونه له دغو حسابونو خپرېدل.

XS
SM
MD
LG