د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان روسیې او اوکراین ته: له زغمه کار واخلئ، جګړې ته شدت مه ورکوئ


د طالبانو حکومت د بهرنیو چارو وزارت پداسې حال کې د خبرو له لارې د اوکراین د روان کړکیچ د هوارولو غوښتنه کړي ده چې د سیاسي چارو یو شمیر افغان کارپوهان وايي، د اوکراین حالات به سیمه نوره هم ناارامه کړي او ممکن پر افغانستان هم ناوړه اغیزې ولري.

دغه وزارت د جمعې په ورځ فبرورۍ ۲۵ (کب ۶) پر اوکراین د روسیې د پوځي برید په اړه په یوه اعلامیه کې ویلي چې د اوکراین حالات له نږدې څاري او په روانه جګړه کې د ملکي تلفاتو د پیښیدو له امله اندیښنه لري.

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د سوله ییزې لارې د اوکراین د جګړې د حل غوښته کړې او د ښکیلو خواو یې غوښتي، چې په اوکراین کې میشت افغان محصلینو او مهاجرینو ژوند ته دې پاملرنه وکړي.

تیره ورځ په اوکراین کې یو شمیر افغان محصلینو په ټولنیزو رسنیو کې یو لړ ویدیوګانې خپرې کړې وې چې د خپل ځان د ساتنې لپاره یې یو مصون ځای ته پناه وړې وه.

د طالبانو ډله د روسیې سره ښه اړیکې لري او سره له دې چې مسکو په ۲۰۰۳ کال کې د طالبانو ډله د "د تروریستي سازمانونو" په لست کې شامله کړې وه، خو وروسته له هغې چې طالبانو د اګست په میاشت کې واک ترلاسه کړ، څو ځلې یې ددې ډلې د پلاویو کوربتوب کړی دی.

پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل نن دویمه ورځ ده او دغه کړکیچ د سیاسي کارپوهانو له نظره د نړۍ، سیمې او افغانستان پر وضعین اغیز ګولای شي.

د سیاسي چارو یو کارپوه اسحاق اتمر په دې نظر دی، چې د اوکراین حالت پر افغانستان هم اغیز کولای شي. ښاغلي اتمر پدې هکله امریکا غږ ته وویل، "که سیمه نارامه کیږي ټوله سیمه کې به ناامني خپریږي د بلې خوا څخه د لودیځو هیوادونو او ناټو دریځ په دې برخه کې ډیر څرګند نه دی چې د دوی راتلوونکي اقدامات به د روسیې پر وړاندې څه وي. څومره چې دغه تقابل زیاتیږي زما باور داسې دی چې ټوله سیمه به ناامنه کړي".

د سیاسي علومو یو استاد رامش سالمي وايي: "د دې برید پایلې کولی شي نړیوال معادلات بدل کړي او حتی د رسمیت پیژندلو لپاره د طالبانو هڅې د انزوا سره مخ کړي او حتی افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړیدو په باب خبرو باندې هم اغیزه ولري".

د سیاسي چارو کارپوه اکرم عارفي وايي چې د اوکراین جګړه به افغانستان سره بشري مرستې کمې کړي: "پر افغانستان باندې د دې اغیزې څو شیان کیدلی شي: لومړی افغانستان سره به د نړیوالې ټولنې بشري مرستې کمې شی ځکه چې پخپله اروپا به د اوکراین د خلکو د مهاجرت په چارو کې مصروفه شي او هم به اوکراین ته د روسیې سره د مقابلې لپاره مرستې برابرې کړي چې دا به افغانستان سره د مرستو د کمیدو سبب شي".

د سیاسي چارو دا کارپوه وايي، چې بله اغیزه به یې دا وي، چې افغانستان د وضعیت د څارنې په برخه کې به هم نړیواله پاملرنه کمه شي او بله داچې تراوسه افغانستان کې د طالبانو د حکومت په اړه نړیواله ټولنه یوه خوله وو، خو د دې وروسته کیدای شي دا چلند هم بدل شي.

د فرانسې خبري آژانس د زیلنکسي له قوله ویلي دي چې د پنجشنبې له سهاره تر اوسه پورې د روسیې په پوځي برید کې ۱۳۷ نظامي او ملکي اوکراینیان وژل شوي دي او ۳۱۶ نور ټپیان. دي.

د امریکا جمهور رئیس جوبایډن د پنجشنبې په ورځ فبروري ۲۴ (کب پنځمه) پر اوکراین د روسیې د برید په غبرګون کې وویل "پوتین تیری کوونکی دی. د دې یرغل عواقب به هغه (پوتین) او هیواد یې وګوري".

ښاغلي بایډن وویل چې پر مسکو یې نوې تحریمونه او محدودیتونه وضع کړي چې د هغه په وینا په لنډ او اوږدمه مهال کې به د روسیې پر اقتصاد ناوړه تاثیرات ولري.

XS
SM
MD
LG