د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: تیرو نږدې دوو میاشتو کې له ۳۰۰زرو څخه زیات پاسپورټونه ویشل شوي


په افغانستان کې پاسپورټ ته د خلکو د خورا زیاتې اړتیا له امله د نوي پاسپورټ ترلاسه کول په میاشتو میاشتو وخت ته اړتیا لري.
په افغانستان کې پاسپورټ ته د خلکو د خورا زیاتې اړتیا له امله د نوي پاسپورټ ترلاسه کول په میاشتو میاشتو وخت ته اړتیا لري.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ عمومي ریاست وايي چې دغه ریاست په تیرو نږدې دوو میاشتو کې خلکو ته د پاسپورټونو د ویشلو له درکه یو میلیارد او ۸۴۴ میلیونه چې نږدې ۲۶ میلیونه ډالر کیږي،عاید ترلاسه کړی دی.

د پاسپورټ ریاست د چهارشنبې په ورځ مارچ ۱۳ (کب ۲۳) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د روان ۱۴۰۲ لمریز کال د سلواغې د میاشتې له پیل څخه د روانې کب د میاشتې تر ۲۱ ورځې پورې دغه ریاست د پاسپورټ غوښتوونکو ته ۳۲۶ زره جلده نوي پاسپورټونه ویشلي دي.

د پاسپورټ ریاست ویلي:" د پاسپورټونو د وېش لړۍ په دوام د هېوادوالو غوښتنو ته د رسېدنې په برخه کې، په څه باندې يوه مياشت موده کې ۳۲۶ زره پاسپورټونه وېشلي چې له درکه يې د دولت خزانې ته (طالبانو حکومت) یو میليارد او ۸۴۴ ميليونه افغانۍ عوايد جمع کړي."

په افغانستان کې پاسپورټ ته د خلکو د خورا زیاتې اړتیا له امله د نوي پاسپورټ ترلاسه کول په میاشتو میاشتو وخت ته اړتیا لري.

په کابل او ولایتونو کې په زرګونو کسان شته چې له یو کال څخه د زیاتې مودې راهیسې یې د پاسپورټ ریاست کې په انلاین بڼه نوم لیکنه کړې خو تراوسه هم خپل نوبت ته انتظار وباسي.

د طالبانو د حکومت د پاسپورټ ریاست نوو پاسپورټونو ته د خلکو د زیاتې اړتیا له امله د روان ۲۰۲۴ کال د جنورۍ ۸ (مرغومې ۱۸)، په انلاین بڼه د خلکو د غوښتنلیکونو د سپارلو ترڅنګ په حضوري یا افلاین بڼه هم د پاسپورټونو د سپارلو د بهیر د پیلولو اعلان وکړ چې ددغه اعلان وروسته د پاسپورټ د غوښتونکو له خوا پر دغه ریاست باندې د هجوم وروسته بیرته دغه دا بهیر بند کړ.

د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د یوې خوا پاسپورټونو ترلاسه کولو ته د خلکو اړتیا ډیره زیاته شوې او د بلې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت په مختلفو وختونو کې په کابل او ولایتونو کې د پاسپورټونو د ویشلو په بهیر کې څو ځلې ځنډولی دي چې ورسره په تور بازار کې د پاسپورټونو د پلورلو لپاره یې زمینه برابره کړې ده.

د رپوڼوتو له مخې په تیرو څه باندې دوو کلونو کې له افغانستان څخه په سلګونو زره افغانان بهرنیو هیوادونو ته په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ته کډه شوي، چې اکثره یې په پاسپورټونو او ویزو دغو هیوادونو ته تللي دي.

که څه هم د روان ۱۴۰۲ لمریز کال له پیل څخه راهیسې په کابل او ولایتونو کې د پاسپورټونو د ویشلو بهیر روان دی، د تیر لمریز کال په اوږدو کې د طالبانو د پاسپورټ د عمومي ریاست له خوا د پاسپورټونو د ویشلو د بهیر د بندیدو سره سم د پاسپورټ غوښتونکو په تور بازار کې په لوړه بیه د پاسپورټو رانیولوته مخه کړې وه.

د پاسپورټونو ځینې غوښتونکو ادعا کړې وه، چې کمیشنکاران د زیاتو پیسو په بدل کې د پاسپورټ غوښتونکو ته پاسپورټونه برابروي.

په دغو راپورونو کې ویل شوي و، چې په تور بازار کې د یو جلد پاسپورټ بیه د ۲۰۰۰ ډالرو څخه تر ۴۰۰۰ ډالرو پورې رسیدلې وه.

په افغانستان کې د لسو کالو د مودې د پاسپورټ اصلي بیه شاوخوا ۱۲۰ ډالر کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG