د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو حکومت په حضوري ډول د پاسپورټونو وېشل بیرته بند کړل


Afghanistan Passport
Afghanistan Passport

د طالبانو حکومت وايي چې په کابل کې د پاسپورټ په ریاست کې د خلکو د ډیرې زیاتې ګڼې ګوڼې وروسته په حضوري ډول د پاسپورټ د ترلاسه کولو لپاره د عریضو د سپارلو لړۍ له دوو اونیو وروسته بیرته بنده کړې، خو په انلاین بڼه لاهم د پاسپورټونو ویشل دوام لري.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ ریاست په یوه اعلامیه کې چې د یکشنبې په ورځ جنورۍ ۲۱( سلواغې اول) یې خپره کړې ویلي چې دا پریکړه یې د ژمي د یخ موسم، د خلکو د زیاتې ګڼې ګوڼې، مراجعینو ته د لازمو اسانتیاو نشتون اود پاسپورت ریاست سره نږدې د سیمې د اوسیدونکو د شکایتونو وروسته کړې ده.

په اعلامیه کې ویل شوي: "یوازې له انلاین لارې راغوښتل کیدونکو مراجعینو اود عاجلو ناروغانو په شان سختو اړمنو کسانو ته پاسپورټ ورکول کیږي."

په اعلامیه کې ویل شوي چې د کورنیو چارو وزارت په کابل کې د پاسپورټ د ویشلو د څلورو نورو مرکزونو د پرانیستلو او هم په ولایتونو کې د پاسپورټ په ریاستونو کې د کاري ظرفیت د لوړولو لپاره کارکوي.

د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د پاسپورټ ریاست په حضوري ډول د عریضو له لارې د پاسپورټونو د ویشلو دا بهیر د جنورۍ لسم ( مرغومې ۲۰) پیل کړی وو.

د دغه بهیر د پیل سره سم په زرګونو کسان د نوو پاسپورټونو د ترلاسه کولو لپاره د پاسپورټ په ریاست ورمات شو، چې له امله یې په دغه ریاست کې د خلکو ګڼه ګوڼه له کنټرول بهر شوه.

په ټولنیزو رسنیو کې تیره اونۍ په یوه خپره شوې ویډیو کې د طالبانو یو ساتوونکی لیدل کیږي چې د پاسپورټ په ریاست کې د خلکو د ګڼې ګونې د مهارولو لپاره د پاسپورټ غوښتونکي په ډیر شدت سره په لرګیو وهي.

په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د طالبانو د رسیدلو وروسته د یوې خوا پاسپورټونو ترلاسه کولو ته د خلکو اړتیا ډیره زیاته شوې او د بلې د طالبانو حکومت د کورنیو چارو وزارت په مختلفو وختونو کې په کابل او ولایتونو کې د پاسپورټونو د ویشلو په بهیر څو ځلې ځنډولی دی چې ورسره په تور بازار کې د پاسپورټونو د پلورلو لپاره یې زمینه برابره کړې ده.

د رپوڼوتو له مخې په تیرو څه باندې دوو کلونو کې له افغانستان څخه په سلګونو زره افغانان بهرنیو هیوادونو ته په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ته کډه شوي، چې اکثره یې په پاسپورټونو او ګاونډیواو نورو هیوادونو هیوادونو ته تللي دي.

که څه هم د روان ۱۴۰۲ لمریز کال له پیل څخه راهیسې په کابل او ولایتونو کې د پاسپورټونو د ویشلو بهیر روان دی، خو د تیر لمریز کال په اوږدو کې د طالبانو د پاسپورټ د عمومي ریاست له خوا د پاسپورټونو د ویشلو د بهیر د بندیدو سره سم د پاسپورټ غوښتونکو په تور بازار کې په زیاتو پیسو د پاسپورټو رانیولوته مخه کړې وه.

د پاسپورټونو ځینې غوښتونکو ادعا کړې وه، چې کمیشنکاران د زیاتو پیسو په بدل کې د پاسپورټ غوښتونکو ته پاسپورټونه برابروي.

په دغو راپورونو کې ویل شوي و، چې په تور بازار کې د یو جلد پاسپورټ بیه د ۲۰۰۰ ډالرو څخه تر ۴۰۰۰ ډالرو پورې رسیدلې وه.

په افغانستان کې د لسو کالو د مودې د پاسپورټ اصلي بیه شاوخوا ۱۲۰ ډالر کېږي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG