د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: قزاقستان کې د افغانستان د داخلي تولیداتو یو نندارتون پرانیستل شوی


دغه نندارتون د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ د وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي او د قزاقستان د صدراعظم د مرستیال سریک ژومانگارین له خوا د یکشنې په ورځ پرانیستل شو.
دغه نندارتون د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ د وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي او د قزاقستان د صدراعظم د مرستیال سریک ژومانگارین له خوا د یکشنې په ورځ پرانیستل شو.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي چې د قزاقستان په پایتخت الماتا کې د افغانستان د داخلي تولیداتو یو درې ورځنی نندارتون چې لسګونو افغان سوداګرو او پانګوالو په کې خپل مالونه نندارې ته ایښي پرانیستل شوی دی.

دغه وزارت د دوشنبې په ورځ اکتوبر ۲۱( تلې ۲۸) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا نندارتون د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ د وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي او د قزاقستان د صدراعظم د مرستیال سریک ژومانگارین له خوا د یکشنې په ورځ پرانیستل شوی دی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د وینا له مخې په دغه نندارتون کې په ۷۰ غرفو کې چې ۱۲ یې ښځو لپاره ځانګړې شوي د افغانستان داخلي تولیدات نندارې ته ایښودل شوي دي.

ددغه نندارتون د جوړیدو هدف د افغانستان داخلي تولیداتو ته د قزاقستان د چارواکو او خلکو د پام اړول او دغو توکو ته د هغوی لاس رسی ښودل شوی دی.

په دې نندارتون کې تازه او وچه میوه، ترکاري، زعفران، قالینې، لاسې صنایع، ساختماني توکي، خوراکي توکي او د څښاک شربتونه نندارې ته ایښودل شوي دي.

د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې ددغه وزارت د سرپرست نورالدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوی چې شاوخوا ۲۵۰ افغان سوداګر او پانګوال په کې شامل دي، وړمه ورځ الماتا ته تللی دی.

دغه وزارت د نورالدین عزیزي له قوله ویلي: "د نندارتونونو جوړول د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداګریزو او سکتوري اړیکو کې مثبت اغیز لري."

دا د "افغان – قزاق" دویم نندارتون دی چې په تیرو دوو کلنو کې په قزاقستان کې جوړیږي او په کې سلګونه افغان سوداګر او پانګوال خپل تولیدات نندارې ته وړاندې کوي.

تیرکال هم د افغانستان د داخلي تولیداتو یو نندارتون په الماتا کې پرانیستل شوی وو، چې په ترڅ کې یې د ۱۰۰ میلیونو ډالرو څخه د زیاتو پیسو تړونونه د افغان او قزاقي سوداګرو ترمنځ لاسلیک شوي وو.

طالبانو چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې بیا واک ترلاسه کړې تراوسه ددغې ډلې حکومت د هیڅ کوم هیواد یا نړیوال سازمان له خوا په رسمیت نه دي پیژندل شوی، خو د منځنۍ اسیا د نورو هیوادونو په څیر قزاقتسان هم د طالبانو د حکومت سره نږدې اړیکې ساتلي او په کابل کې یې خپل سفارت پرانیستی دی او هم یې په الماتا کې د افغانستان سفارت د طالبانو حکومت ته سپارلی دی.

قزاقستان جمهوررئیس قاسم جومارت توقایف روان ۲۰۲۴ کال د جون درېیمه ( غبرګولي ۱۴) د ډله ییز امنیت د تړون د غړو هېوادو په غونډه کې اعلان کې اعلان کړی وو چې د دغه هیواد د تروریستي ډلو له نوملړ څخه د طالبانو د غورځنګ نوم ایسته کوي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG