د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: له دولسمو ټولګیو څخه فارغې نجونې روغتیايي انستیتوتونو کې جذبېږي


د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په یو شمیر ولایتونو کې د روغتیايي زده کړو په دولتي انستیتوتونو کې د ۱۲ ټولګیو د ښځینه فارغانو د جذبولو پریکړه کړې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې د باختر اژانس د سه شنبې په ورځ فبرورۍ ۲۰(کب اول) د ایکس په ټولنیزه شبکه کې لیکلي چې د عامې روغتیا وزارت د یو مکتوب په ترڅ کې د کاپیسا، پروان، پنجشیر، میدان وردک، غزني، پکتیکا، لوگر، خوست، بدخشان، بامیان و پکتیا ولایتونو د عامې روغتیا ریاستونو څخه غوښتي چې د روغتیايي زده کړو په دولتي انستیتوتونو کې دې د ۱۲ ټولګیو د ښځینه فارغانو جذبول پیل کړي.

تراوسه د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت په دې تړاو په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

طالبانو حکومت د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې په افغانستان کې واک ته د رسیدلو وروسته د لومړۍ دورې پرته په منخنۍ اوثانوي دورو کې د نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او هم یې د ۲۰۲۲ کال د ډسمبر په وروستۍ اونۍ کې په پوهنتونونو او د لوړو زده کړو په موسسو کې د نجونو او ښځو پر زده کړو هم بندیز لګولی دی.

د عامې روغتیا د وزارت د روغتیايي زده کړو په دولتي انستیتوتونو کې د ۱۲ ټولګیو د ښځینه فارغانو د جذبولو پریکړه په داسې حال کې کړې چې په افغانستان کې د روغتیا په سکټور کې په کم شمیر د ښځینه روغتیايي کارکوونکو د شتون د ستونزې په اړه یو شمیر نړیوالو سازمانو له وړاندې اندیښنې څرګندې کړي دي.

د بشري حقونو څار سازمان (HRW) ویلي چې له افغانستان سره د روغتیا په برخه کې د نړیوالو د مرستو د ډېرې کمېدو او د ښځو او نجونو له حقونو څخه د طالبانو د جدي سرغړونو له امله د میلیونونو افغانانو صحي سلامتیا له خطر سره مخامخ شوې ده.

دغه سازمان د فبروري ۱۲ (سلواغې ۲۳) په ۳۸ مخونو کې په یو خپور کړي راپور کې ویلي چې په افغانستان کې سخت روغتیايي بحران افغانان مخ په زیاتېدونکي ډول د سوء تغذیه (خوار ځواکۍ) او نورو ناروغیو په وړاندې کمزورې او اغیزمن کړي دي.

ددې راپور له مخې د بشرپاله مرستو د کمیدو په برخه کې د مرسته کوونکو پریکړي روغتیايي خدمتونو ته لاس رسی کمزوری کړی او د اقتصادي بې ثباتۍ سبب شوی دی.

په دې راپور کې د بشري حقونو د څار د سازمان یوې څیړونکې فرشته عباسي ویلي:" طالبانو په ډیر شدت سره ښځې د روغتیايي خدمتونو له وړاندې کولو او د روغتیايي خدمتونو له ترلاسه کولو منع کړي، په داسې حال کې چې په دغه هیواد کې د درملنې، درملو او روغتیايي مراقبتونو مصرف ډیرو افغانانو په وس پوره نه دی."

په دې راپور کې ویل شوي چې د حجاب او محرم د لرلو په برخو کې د طالبانو سختو قوانینو له امله ښځې د کار او یا د درملنې لپاره له سفر څخه منع کړي دي.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG