د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: پروان ولایت کې سلګونه کسان د نس ناستې په ناروغۍ اخته شوي


د پروان ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند ویلي چې تراوسه پر دغې ناروغۍ دوه تنه مړه شوي او د شاوخوا ۵۰ تنو نورو روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ بلل شوی دی.
د پروان ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند ویلي چې تراوسه پر دغې ناروغۍ دوه تنه مړه شوي او د شاوخوا ۵۰ تنو نورو روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ بلل شوی دی.

وروسته له هغه چې د پروان په ولایت کې د طالبانو سیمه ییزو چارواکو ددغه ولایت د شینوارو ولسوالۍ کې د یوې "ناپیژندل شوې" ناروغۍ د خپریدو خبر ورکړ، د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویلي چې دا کسان د سخت نس ناستې په ناروغۍ اخته شوي دي.

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند حکمت شمیم د ایکس په ټولنیزهد شبکه کې په یو خپور کړي ویډیوي پیغام کې ویلي چې په تیرو څلورو ورځو کې لږترلږه ۵۰۰ کسان په دغه ولایت کې په یوې ناپيژندل شوې ناروغۍ اخته شوي چې د درملنې لپاره روغتون ته انتقال شوي دي.

حکمت شمیم د وینا له مخې دا ټول ناروغان د پروان ولایت د شینوارو د ولسوالۍ د "کفشان" د درې اوسیدونکي دي.

د پروان ولایت لپاره د طالبانو د والي ویاند ویلي چې تراوسه پر دغې ناروغۍ دوه تنه مړه شوي او د شاوخوا ۵۰ تنو نورو روغتیايي وضعیت د اندیښنې وړ بلل شوی دی.

د طالبانو د حکومت دغه سیمه ییز چارواکي ویلي چې پر دغې ناروغۍ اخته ناروغان د " عمومي کمزوزۍ" د لاسونو او پښو د سخت درد، سخت نس ناستې او سختې تبې څخه شکایت کوي.

په عین حال کې د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخیل د چهارشنبې د ورځې ناوخته سپټمبر۲۵( تلې څلورم) ویلي چې ددغې ناورغۍ د تشخیص لپاره د ناروغانو د وینې او په سیمه کې د څښلو د اوبو نمونې اخیستل شوي او د ارزونې لپاره کابل ته استول شوي دي.

امرخیل ویلي چې لومړنۍ څیړنې ښيي چې دا کسان د سخت نس ناستې څخه اغیزمن شوي او د کومو ناروغانو روغتیايي وضعیت چې نازک وو د درملنې لپاره د پروان ولایت مرکز چاریکارو او کابل کې روغتونونو ته انتقال شوي دي.

هغه ویلي: " اوس مهال د ناروغانو وضعیت ښه دی او د اندیښنې هيڅ خبره نشته دی، د عامې روغتیا وزارت ټوله هڅه کوي چې خپلو هیوادوالو ته ډیر ښه روغتیايي خدمتونه وړاندې کړي او د اړتیا په صورت کې په بیړني ډول هغوی ته لازم خدمتونه برابر کړي".

ډاکټران وايي چې د سخت نس ناستې ناروغي په چټک ډول د بدن د اوبو د کمیدو، سوتغذیه او حتی د ماشومانو د مړینې سبب ګرځي.

ډاکټران سپارښتنه کوي چې که چیرې یو څوک درې ځلې نس ناستې تجربه کړي او د نس ناستې سره د خیټې درد او زړه بدوالی هم ولري باید دغسې ناورغ روغتیايي مرکز ته مراجعه وکړي.

ډاکټران وايي چې ککړې اوبه، خواړه، ترکاري او مکروبونو باندې ککړې تازه میوې او د زیاتې مودې لپاره دمخه پاخه شوي خواړه د نس ناستې په ناورغۍ د خلکو د اخته کیدو سبب ګرځي.

د پروان په ولایت کې د سخت نس ناستې ناروغۍ د خپریدو دمخه د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې ددغې ناروغۍ د خپریدو په اړه د اګست د میاشتې په راپور کې ویلي وو چې د روان ۲۰۲۴کال له پیل څخه د اګست تر۲۴ پورې په دغه هیواد کې ټول ۱۲۵ زره او ۴۷۱ کسان چې ۵۵.۴ فیصده یې د پنځه کلنو څخه د کم عمر ماشومان دي د نس ناستې په ناروغۍ اخته شوي دي.

د ریلیف په انټرنیټي پاڼه کې د روغتیتا د نړیوال سازمان له قوله په دې خپور شوي راپور کې ویل شوي چې په دغه موده کې د سخت نس ناستې د ناروغۍ سره د تړلو ناروغیو له امله ۶۰ تنه چې اکثره یې ماشومان وو مړه شوي دي.

په دې راپور کې ویل شوي: "د ۲۰۲۴ کال د پیل راهیسې مجموعآ د سخت نس ناستې ۱۲۵ زره او ۴۷۱ پیښې د ۳۴۱ ولسوالیو څخه په ترلاسه شویو راپورونو کې ددغې ناروغۍ سره تړلي ۶۰ تنو د مړینې راپور ورکړل شوي دی. ددې ټولو پیښو ۶۹ زره او ۵۴۷ پیښې چې د ټولو پیښو ۵۵.۴ فیصده کیږي د پنځه کلنو څخه د کم عمرماشومان وو او ۶۲ زره او ۲۷ پیښې چې د مجموعي پیښو ۴۹.۴ فیصده کیږي ښځینه ناروغانې وې".

په دې راپور کې ویل شوي چې د روان ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې نس ناستې د ناروغۍ د چټک تشخیص لپاره د شپږ زره او ۴۶۲ تنو د معاینې پایلې ښيي چې ددغه شمیر څخه ۹۳۸ پیښې چې د ټولو معاینه شویو پیښو ۱۴.۵ فیصده کیږي مثبتې وې.

په دې راپور کې د نس ناستې د ناروغۍ د خپریدو د علتونو په اړه د نورو علتونو سربیره په افغانستان کې په اکثرو ولایتونو کې د سیلابونو راوتل ښودل شوي چې له امله یې د څښلو اوبه ککړې شوي وې.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG