د لاس رسي وړ اتصالات

طالبانو مشر نړیوالې ټولنې ته: زمونږ حکومت په رسمیت وپیژنئ


د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند ویلي، چې د سیمې او نړۍ سره د" ښو او مثبتو" اړیکو غوښتونکی دی او د نړیوالې ټولنې یې هم غوښتي، چې باید د طالبانو حکومت په رسمیت وپیژني.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند د جمعې په ورځ اپریل ۲۹ (ثور نهم) د کوچني اختر د رسیدلو په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي: " زموږ هېواد افغانستان د نړۍ په سوله اوامن کې خپل رول لري، د همدې اړتیا په اساس باید نړیوال د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت وپيژني، ترڅو خپلې ټولې ستونزې د دیپلوماتیکو نورمونو او اصولو په چوکاټ کې په رسمي او مسئولانه توګه حل کړو".

طالبانو د تیر ۲۰۲۱ میلادي کال د اګست په ۱۵ مه یو ځل بیا افغانستان کې واک ترلاسه کړ، خو د اتو میاشتو څخه د زیاتې مودې په تیریدو تراوسه هیڅ کوم هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.

امریکا او یو شمیر لودیځو هیوادونو ویلي، چې که طالبان د نړیوال مشروعیت ترلاسه کولو په لټه کې وي باید یو ټولشموله حکومت دې جوړ کړي او افغانستتان کې دې د ښځو ، نجونو او ټولو اقلیتونو حقونو درناوی وکړي. طالبانو ویلي، چې اوسنی حکومت یې یو ټولشموله حکومت دی.

د طالبانو مشر په دغه پیغام کې یو ځل بیا د امریکا متحده ایالاتو سره د دوحې د تړون په بشپړ تطبیق باندې ټینګار کړی او ویلي دي چې د دوحې ټړون له مخې امریکا به د افغانستان په کورنیو مسائلو کې مداخله نه کوي.

ملا هبت الله اخوند ویلي " اوس هم ټینګار کوو چي د دوحې تړون دي بشپر عملي شي او د فشار پر ځای دي د همکاریو په روحیه پرمختګ وشي، اسلامي امارت له خپله لورې کړې ژمنې عملي کړي او عملي کوي يې".

د طالبانو د مشر په دغه ۱۷ ماده ایز پیغام کې چې رسنیو ته استول شوی د طالبانو د حکومت د عمومي عفوې، د د ښځو د شرعي حقونو، زده کړو، نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې او د بیان د ازادۍ په اړه هم څرګندونې کړي دي.

د طالبانو مشر د بیان د ازادۍ په اړه په خپل پیغام کې ویلي چې دوی د بیان ازادۍ ته هم د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په رڼا کې ژمن دي او د "سالمو او مثبتو" نشراتو حمایت کوي.

"زموږ ټول نشراتي ارګانونه هغه که امارتي دي او که آزاد، باید د خپل ولس ګټې په نظر کې ولري او د خپلو اسلامي معتقداتو او مشروع رواجونو په نظر کې نیولو سره مثبت او رغنده نشرات وکړي".

که څه هم په وروستیو میاشتو کې د طالبانو د حکومت د وسله والو له خوا د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د پخواني حکومت د یو شمیر پخوانیو پوځي او امنیتي کارکوونکو د وژلو او زورولو په اړه راپورنه ورکړل شوي خو د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند ویلي چې ټولو مخالفانو ته یې عمومي عفوه اعلان کړې او په عمل کې یې هم پلې کړې ده.

د طالبانو مشر په دغه پیغام کې خپلو مخالفانو ته ویلي چې افغانستان نور د "هیڅ ډول توطیې د عملي کولو توان نلري" او هغوی باید یو ځل بیا فتنه پیل نکړي.

د طالبانو مشر ویلي "که خدای مه کړه، څوک د عفوې له حکم څخه تمرد او سرغړونه وکړي او بیا په هېواد کې د جګړې پیلولو هڅه وکړي، نو د دې ملت له خورا قاطع او سخت غبرګون سره به مخ شي او نور به دا ولس هیچاته اجازه ورنه کړي چې د پردیو په لمسون د هيواد سوله او امنیت خراب کړي".

د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو د حکومت د یوې مخالفې جبهې تیره ورځ د ثور د اتمې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې ویلي چې لکه د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو پر وړاندې به د هرډول تیرې پر وړاندې مبازره وکړي او د تور تیرې پر وړاندې به هم چپ پاتې نشي.

تعلیم د پراختیا او د ښځو شرعي حقونوپه اړه ژمنه

طالبانو مشر ملاهبت الله اخوند په خپل پیغام کې پرته له دې چې د نجونو زده کړو او نجونو د ښوونځیو د پرانیستلو یادونه وکړي ویلي چې په افغانستان کې د ښوونې او روزنې د بهیر د پیاوړتیا لپاره یې زیاتې هڅې کړي دي.

د طالبانو مشر ویلي " د تعلیم او زدکړو د لا پياوړتیا لپاره د افغانستان اسلامي امارت لاس په کار دی، د دیني او عصري زدکړو لپاره يې د هېواد په ډيرو مرکزي او لرې پرتو سیمو کې نوي ښوونځي او مدرسې پرانستې دي، او د زدکړو لپاره يې د امن فضا برابره کړې ده، استادانو او مدرسینو ته يې پخپل وخت معاشات اجراء کړي دي او تعلیمي نصاب يې ورته برابر کړی دی".

په افغانستان کې د ماشومانو د ساتنې ادارې " سیف اف چلنډرن" څیړنې ښيي، چې د طالبانو له خوا افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه د پورته نجونو د ښوونځیو د تړل کیدو له امله اتیا فیصده نجونې زده کوونکې له زده کړو محرومې شوې دي.

د ماشومانو د ساتنې ادارې د تیرې پنجشنبې په ورځ په یو راپور کې ویلي، چې د ۱.۱ میلیون نجونو زده کوونکو څخه اوس مهال ۸۵۰ زره یې ښوونځیو ته نه ځي.

همداشان د طالبانو مشر د کوچني اختر د رسیدلو په مناسبت په خپل پیغام کې ویلي چې طالبانو حکومت په افغانستان کې د سړو او ښځو ټولوشرعي حقوقو ته درناوی لري او ځان ورته ژمن بولي. د طالبانو مشر ویلي څوک دې په دې اړه انديښنه نه کوي او نه دې هم دغه بشري او عاطفي موضوع د سیاسي موخو لپاره د یوې وسیلې په ډول وکاروي.

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند د کوچني اختر د رسیدلو په مناسبت دا پیغام په داسې حال کې خپور کړی چې تراوسه هغه د خلکو پر وړاندې نه دی راڅرګند شوی.

خو د طالبانو حکومت په وروستیو میاشتو کې یو شمیر جنوبي او لودیځو ولایتونو ته د ملاهبت الله اخوند د سفر او د طالبانو د ولایتي مسولینو سره د لیدو کاتو په اړه رپوټونه خپاره کړي د دغو لیدو کتو کومه ویډیو او عکسونه نه دي خپاره شوي.

XS
SM
MD
LG