د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: ابوظبۍ کې د الکټرونیکي پيژندپاڼو د ویشلو مرکز بیرته پرانیستل کیږي


د طالبانو د حکومت ترکنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې اوس مهال په افغانستان کې له ۱۳ میلیونو او ۶۰۰ زرو څخه زیات کسان الکټرونیکي پیژندپاڼې لري.
د طالبانو د حکومت ترکنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې اوس مهال په افغانستان کې له ۱۳ میلیونو او ۶۰۰ زرو څخه زیات کسان الکټرونیکي پیژندپاڼې لري.

د طالبانو د حکومت تر کنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په متحده عربي اماراتو کې افغانانو ته د الکټرونیکي پیژندپاڼو د ویشلو د دریدلي بهیر د بیرته پیلیدو لپاره ددغه هیواد پایتخت ابوظبۍ ته د یو ټیم د استولو خبر ورکړی دی.

دغې ادارې د یکشنبې په ورځ جون ۳۰( چنګاښ ۱۰مه) په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې د متحده عربي اماراتو په پایتخت ابوظبۍ کې د الکټرونیکي پیژندپاڼو د ویشلو یو مرکز فعالوي چې وررسره به په دغه هیواد کې میشتو افغانانو ته د الکټرونیکي پیژندپاڼو ترلاسه کولو کې اسانتیاوې برابرې شي.

د احصایې او معلوماتو د ملي ادارې رئیس فقیر محمد زیار ویلي چې ټاکل شوې ددغې ادارې یو ټیم به د "آسان خدمت" تر چتر لاندې په نږدې ورځو کې په ابوظبۍ کې د الکټرونیکي پیژندپاڼو د ویشلو بهیر پیل کړي.

هغه ویلي:" زمونږ هڅه داده چې د افغانستان په دننه او بهر کې ټول هیوادوال په اسانۍ سره وکولای شي چې الکټرونکي پیژندپاڼې ترلاسه کړای شي او ورڅخه ګټه واخلي".

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ددغه حکومت د بهرنیو چارو وزارت سره په بهرنیو هېوادونو کې د مېشتو افغانانو د هویت د تثبیت او د الکترونیکي پیژند پاڼو د وېش، له وېش وروسته خدمتونو، زېږون کارتونو او د مړینې د پارچو د وېش په تړاو د تېر ۱۴۰۲ لمریز کال د سلواغې په څلورم یو هوکړه‌لیک لاسلیک کړی و، چې له مخې به یې په نږدې راتلونکي کې په ایران او ځينې نورو هېوادونو کې هم د دې الکترونیکي تذکرو وېش څانګې فعالې شي.

په ۱۴۰۰ لمریز کال کې په متحده عربي اماراتو کې افغانانو ته د الکټرونیکي پیژندپاڼو د ویشلو لپاره د ابوظبۍ په ښار کې یو مرکز پرانیستل شوی وو.

د طالبانو د حکومت د احصایې او معلوماتو ملي ادارې په متحده عربي اماراتو کې افغانانو ته د الکټرونیکي پیژندپاڼو د ویشلو دا لړۍ په داسې حال کې پیلوي چې په دغه هیواد او ځینې نورو عربي هیوادونو کې په زرګونو افغانان په پاکستاني پاسپورټونو باندې د کار ویزې ترلاسه کړي دي.

د تیر جمهوري رژیم پر مهال هم یو شمیر عربي هیوادونو سره د پاکستاني پاسپورټونو پرځای د افغانستان پاسپورټونو ته د دغو ویزو د بدلولو په سر خبرې شوې وې، خو په اړه یې وروستۍ پریکړه نه وه شوې.

افغانستان عربي هیوادونو ته د کارګرانو د برابرولو په برخه کې تراوسه کوم ځانګړی تړون نه دی لاسلیک کړی، خو په اړه یې د یو شمیر عربي هیوادونو سره د تیر جمهوري رژیم پر مهال خبرې شوې وې.

د الکټرونیکي پیژندپاڼو د ویشلو بهیر چې د پخواني ولسمشر، اشرف غني د دوېیمې دورې جمهوري رژیم پر مهال پیل شوی وو، په ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې واک ته د طالبانو د بیا رسیدلو وروسته د یو څه مودې ځنډ سره مخ شوی وو، خو طالبانو حکومت بیرته دا بهیر د یو څه ځنډ وروسته پیل کړی دی.

د طالبانو د حکومت ترکنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې د روان ۱۴۰۳ لمریز کال د حمل له اول څخه د جوزا د میاشتې ترپای پورې یې په افغانستان کې څه باندې۷۰۲ زرو کسانو ته الکټرونیکي پیژندپاڼې ویشلي دي.

د دې دمخه دغې ادارې ویلي و چې په تیر ۱۴۰۲ لمریز کال کې یې درې میلیونه او ۱۲۴ زره الکټرونکي پیژندپاڼې ویشلې وې. ددغې ادارې د معلوماتو پراساس تیرکال دوه میلیونو او ۶۸ زره سړیو او یو میلیون او ۵۶ زره ښځو الکټرونیکي پیژندپاڼې اخسیتې وې.

د طالبانو د حکومت ترکنټرول لاندې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د معلوماتو له مخې اوس مهال په افغانستان کې له ۱۳ میلیونو او ۶۰۰ زرو څخه زیات کسان الکټرونیکي پیژندپاڼې لري.

ددغه شمیر له ۱۰ میلیونو څخه زیاتې پیژندپاڼې د ۲۰۱ کال د اګست په میاشت کې پر افغانستان باندې د طالبانو د بیا واکمنیدو وروسته خلکو ته ویشل شوي دي.

د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي چې اوس مهال په کابل او ولایتونو کې د ۷۵ مرکزونو او یو ګرځنډه ټیم له لارې خلکو ته الکټرونیکي پیژندپاڼې ویشل کیږي.

د افغانستان پخوانی جمهور رئیس محمد اشرف غني او میرمن یې دوه لومړني افغانان وو چې په ۱۳۹۷ لمریز کال کې یې الکټرونیکي پیژندپانې یې اخیستې وې.

اوس مهال د الکترونکي پیژندپاڼو په مرکزونو کې د یوې پیژندپاڼې د اخیستلو بیه ۵۰۰ افغانۍ او د "اسان خدمت" د ادارې په مرکزونو کې ۷۰۰ افغانۍ ټاکل شوې ده.

فورم \ دبحث خونه

XS
SM
MD
LG