د لاس رسي وړ اتصالات

طالبان: کابل ښار کې مو څه باندې ۶۰۰۰ سوالګر راټول کړي چې اکثریت یې ښځې دي


عکس:ارشیف
عکس:ارشیف

د طالبانو حکومت شمېرې ښيي چې د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه د راټول شویو سوالګرو له جملې څخه یې ۷۰ سلنه ښځې تشکیلوي.

د طالبانو حکومت د رئیس الوزرا اقتصادي معاونیت د یکشنبې په ورځ سپټمبر ۱۸ (وږې ۲۶) په یوې اعلامیې کې ویلي چې تر دا مهاله د کابل ښار له بېلابېلو سیمو څخه ۶۹۰۰ سوالګر راټول شوي چې له دغه ډلې ۴۶۱۷ یې ښځې دي.

په اعلامیه کې راغلي چې له دغه شمېر ښځو څخه یوازې ۱۲۳۱ تنې یې مستحقې پېژندل شوي او پاتې یې حرفوي سوالګرې دي.

د ریاست الوزرا د اقتصادي معاونیت په اعلامیه کې راغلي: "همدارنګه د راټول شوو سوالګرو له جملې څخه ۵۷۹ یې نارینه چې تر څېړنو وروسته ۱۴۶ یې مستحق او ۴۱۵ نور یې حرفوي سوالګر و."

د طالبانو حکومت د معلوماتو په اساس د راټول شوبو سوالګرو له ډلې څه باندې ۱۷۰۴ یې ماشومان دي چې له ډلې ۹۱۱ یې مستحق او ۳۹ یې بې سرپرسته دي.

په اعلامیه کې راغلي: "سوالګر بې سرپرسته ماشومان تر بایومیتریک وروسته د کار او ټولنیزو چارو وزارت ښوونیزو مرکزونو ته استول شوي دي.په دغو مرکزونو کې بې سرپرسته ماشومانو ته پر اعاشه سربېره د زده کړې زمینه هم برابریږي."

دا په داسې حال کې ده چې افغان سرې میاشتې مستحقو سوالګرو سره د نغدي مرستې کولو بهیر هم پيل کړی او د طالبانو حکومت ویلي چې تر دا مهاله سلګونه تنه له دغو مرستو څخه برخمن شوي دي.

معلومه نه ده چې د طالبانو حکومت به له حرفوي سوالګرو سره څه چلند وکړي. خو مخکې یې ویلي وو چې ټول سوالګر به بایومیتریک شي. څو ورځې مخکې د کابل امنیه قوماندانۍ لپاره د طالبانو ویاند خالد ځدراڼ ویلي وو چې د سوالګرو د راټولولو د کمېټې د هدایاتو مطابق د کابل پولیسو لخوا د سوالګرو تصفیوي پروسه پیل شوې ده.

نوموړی وایي، هغه سوالګر چې د یادې کمیټې له لوري بایمیتریک شوي او بازار کې د سوال کولو پر وخت ونیول شي زندان ته وړل کیږي او د بایومیټریک له سیستم پاتې کسان به ثبت کیږي.

په داسې حال کې چې د طالبانو لخوا د راټول شوو سوالګرو و۷۰ سلنه ښځې جوړوي، پر افغانستان د طالبانو حکومت سره همهاله د ښځو د کار ساحه محدوده شوې او ویل کیږي چې په دولتي او غیر دولتي بنسټونو کې ګڼو مېرمنو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

د کابل ښار په لوېدیځه څنډه کې د زرمینې په نوم یوې سوالګرې امریکا غږ ته وویل چې خاوند یې معلول دی او د کار وړتیا نلري او زوی چې د پخواني حکومت په ملي اردو کې و، درې کاله مخکې په هلمند کې له طالبانو سره جګړه کې وژل شوی دی.

زرمینې وویل چې اوس مهال یوازې یو ۱۴ کلن زوی لري چې د موټر پلورلو یوه پلورنځی کې کار کوي او په اونۍ کې ۲۰۰ افغانۍ ورکوي.

هغې وویل: "په دې پیسو سره وچه ډوډۍ نشو اخیستلی،څه پاتې شوه چې د کور کرایه ورکړو.که چیري سوال «فقر» ونکړو، څه وکړم، د موسیسو مرستې هم موږ ته نه رسیږي.د همدې سوالګرۍ له لارې خپل ژوند مخته وړو."

د نجیب په نوم یو بل معلول هم امریکا غږ ته وویل چې په اوسني جسمي وضعیت سره هیڅ څوک هغه ته کار نه ورکوي. هغه وویل چې لاس یې څو کاله مخکې په میوند کلب کې د چاودنې پرمهال پرې شوی دی او یوې سترګې هم دید کم کړی دی.

نجیب وویل: "وروسته تر هغه چې له روغتون څخه رخصت شوم، د کار کولو توان مي نه لاره اوس یې هم نلرم....اولادونه لرم. د دې لپاره چې بچیان مي وږې پاتې نشي، ګدايي کوم."

د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندازه څه باندې میاشت مخکې د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت ته د کابل په ګډون نورو ولایتونو کې د سوالګرو را ټولو امر وکړ.

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري آژانس هغه مهال ویلي و چې یاد سوالګرو ته به تر بایومیټریک ورسته د کار او ماشومانو ته به د زده کړو زمینه برابره شي.

په افغانستان کې د منظم کاري سیستم نشتوالی، د لسیزو جګړو دوام، وچکالي په دغه هیواد کې د فقر او غربت له اصلي لاملونو څخه بلل کیږي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (UNDP) په دې وروستیو کې ولي چې د تیر کال د اګست میاشتې څخه بیا تر دا مهاله د افغانستان اقتصاد کې ۲۰ سلنه کموالی راغلی او ۷۰۰زره کاري فرصتونه له منځه تللي او په خبره یې د فقر کچه ۷۰ سلنه زیاته شوې ده.

XS
SM
MD
LG