په سوریې کې د بشارالاسد د رژیم تر نسکورېدو یوه اوونۍ وروسته مقاماتو د یکشنبې په ورځ ډسمبر ۱۵ (لیندۍ ۲۵) په ټول هېواد کې ښوونځي بېرته پرانیستل.
چارواکو وویل، چې اکثریت ښوونځي د یکشنبې په ورځ بېرته پرانیستل شول. یکشنبه په ډېرو عربو هېوادونو کې د کاري اونۍ لومړۍ ورځ ده.
په دمشق کې د هلکانو د جوده الهاشمي لېسې زده کوونکي خوشحال په کتار کې وو چې ښوونځي ته ننوځي. د دغه ښوونځي مشر راید ناصر وویل: «هر څه سم دي. موږ پوره چمتو یو. موږ د زده کوونکو د مصونې ستنېدو لپاره دوې درې ورځې کار وکړ چې د زده کوونکو لپاره ښوونځی په ضروي وسائیلو سمبال کړو.» ناصر وویل چې په جګړو کې د ښوونځي ودانۍ ته زیان نه دی رسېدل.
سره له دې چې مقاماتو ښوونځي بېرته پرانیستل، خو یوشمېر میندو او پلرونو د ناڅرګند وضعیت له کبله خپل ماشومان ښوونځي ته وانه استول.
یو زده کوونکي صلاح الدین دیاب وویل: «زه ډېر خوښ او هیله من یم. زه به چې (مخکې) ښوونځي ته راتلم ډارېدم، چې پوځي خدمت کې شامل نه کړای شم، زه به چې پوستې ته نژدې کېدم، ډارېدم به.»
په داسې حال کې چې په سوریې کې نوي مقامات هڅه کوي، حالت عادي کړي، د حیات تحریر الشام مشر محمد الجولاني د سوریې د بیا رغولو او اینده په اړه لوی مسولیت په غاړه لري. د دې ډلې د اسد حکومت نسکور کړ.
په همدې حال کې د سوریې ګاونډي هېوادونه او نړیوال ځواکونه د دغه هېواد په اړه په خپل نوي دریځ کار کوي. ایران او روسیه د بشار الاسد د رژیم کلک ملاتړيوو.
د حیات التحریر شام ډله، چې مشر محمد الجولاني دی، له القاعدې او داعش سره د روابطو سابقه لري، یو شمېر هېوادونه یې د ترهګرۍ سازمان په توګه پېژني او ملګرو ملتونو پرې بندیز لګولی دی.
د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو استازي ګیر پیدرسن د یکشنبې په ورځ هیله وښوده چې د سوریې د اقتصادي بیا رغونې لپاره دا بندیزونه ژر لېرې شي.
نوموړي په دمشق کې د سوریې د موقت حکومت له چارواکو سره تر ملاقات وروسته وویل: «هیله لرو چې ژر د بندیزونو د لېرې کېدو شاهدان واوسو چې د سوریې د بیا رغونې لپاره راټول شوو.»
د متحدو ایالتونو، ترکیې، اروپايي ټولنې او عربو هېوادونو لوړ پوړي دیپلوماتانو تېره ورځ غونډه وکړه او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن وویل چې دغو هېوادونو موافقه وکړه، چې د سوریې نوی حکومت دې د اقلیتونو د حقونو درناوی وکړي.
فورم \ دبحث خونه