د لاس رسي وړ اتصالات

په سوریه کې زلزله ځپلي وايي د مرستو په تمه په بدحال کې ژوند کوي


د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وايي چې په سوریه کې د وروستۍ زلزلې له امله ښايي تر پنځه میلیونو ډېر سوريایان بې کوره شوي وي. تر ټولو ډیر زیان د حکومت د مخالفینو تر کنټرول لاندې د ادلیب ولایت ته اوښتی، او مرستندویه ډلو اندېښنه ښودلې چې دغو سیمو ته یې لاسرسی محدود دی.

د فبرورۍ د شپږمې له زلزلې ژونديو پاتې شويو کسانو اوس په ادلیب ولایت کې د جندیرس ښار څخه بهر خیمې وهلې دي. ددې زلزلې له امله رامنځته شوې وېرې اوس، لوږې، یخنۍ او نا امیدۍ ته لاره هواره کړې. سهیل الحسين محمد او د هغې کورنۍ په جندیرس کې د کور له ویجاړیدو وروسته هیڅ نه لري. اوس د دوی ژوند یوازې په مرستو ولاړ دی.

د سوریې اوسیدونکي، سهیل الحسین محمد، وویل: "مونږ ته یوازې د خوب لپاره یوه بستره راکړل شوې. د نن د بېګا او غرمې ډوډۍ سره د تودوخې لپاره څلور کڅوړې سکاره هم راکړل شوي. مګر زمونږ وضعیت خورا ستونزمن دی. د کوچنیانو لپاره ډایپر نشته، د پخلي لپاره ګاز نشته، تر اوسه مو ښه لاس نیوی نه دی شوی."

چارواکي وايي، زلزلې د جندیرس ښار درېیمه برخه ویجاړه کړې او ګڼې نورې ودانۍ په بد حالت کې ولاړې دي. د ښار زیربناوې بد حال لري. حتی لومړنۍ اړتیاوې لکه ډوډۍ په دردوونکي ډول او په کمه اندازه خلکو ته رسیږي.

د جندیرس د سیمه ییزې جرګې مشر، محمود حفر، وویل: "خلک تر اوسه په شاک کې دي، هڅه کوي چې له دې وضعیت څخه ووځي. ټول کاروبارونه بند دي. دلته اووه د ډوډۍ پخلنځي وو چې ښار او ولسوالۍ ته یې ډوډۍ پخوله، او اوس مونږ یوازې یو تنور لرو هغه هم د کوچني ظرفیت سره. د اوبو او فاضله اوبو شبکې له کاره لویدلي دي. دا به د ناروغیو د زیاتوالي لامل شي."

محمود حفر وايي، دا سیمه لا زیاتې روغتیایي پاملرنې ته اړتیا لري. خو نړیوالې مرستې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره راراوانې دي. دا چاره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا لخوا تر سره کیږي. ترکیې د دریو میاشتو لپاره د دوو اضافي سرحدي دروازو د پرانستلو اجازه ورکړې. خو مرستندویه ټولنې خبرداری ورکوي چې درې میاشتې کافي نه دي.

د مرام په نوم د خیریه بنسټ مشر، یاکزان شیشکلي، وویل: "مونږ نشو کولی په دومره لنډ وخت کې خلکو ته مرستې ورسوو. مونږ واقعاً تر فشار لاندې یو. مونږ د کار کولو لپاره خورا کم وخت لرو، په ورته وخت کې، مونږ کافي اکمالات نلرو، زه نه وایم چې اکمالات بند شوي دي، خو خورا ورو راروان دي ځکه چې ټوله سیمه خرابه شوې ده."

له زلزلې ژوندي پاتې شوي، چې ډیری یې اوس بې کوره او بې وزله دي، پوهیږي چې اوس د دوی برخلیک په نړیوالو مرستو او د لا نورې مودې لپاره د سرحدي دروازو خلاصون پورې تړل شوی.

XS
SM
MD
LG